غزه کې د اوربند له ټینګښت او د اسراییلي پوځ د شاتګ په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې، تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې لږ تر لږه د ۱۱۷ فلسطینیانو مړي موندل شوي.
یوشمېر رسنیو د فلسطین روغتیايي چارواکو په خبره راپور ورکړی چې غزه کې د اوربند تامین د بېړنیو مرستندویه ځواکونو لپاره زمینه برابره کړې، څو هغه کسان را وباسي چې مخکې له دې د ودانیو او ویجاړو ودانیو لاندې په غزه کې ښخ شوي.
دا داسې مهال دی چې د غزې روغتیایي مسوولانو ویلي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه کې ۶۷ زره او ۸۰۶ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۰ زره ډېر ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه لسګونه زره نور تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
دې سره، ټاکل شوې نن دوشنبه د نړۍ له شلو د زیاتو هیوادونو مشران د مصر په «شرم الشیخ» کې هغه غونډه کې ګډون وکړي چې غزه کې د جګړې د پایته رسولو په موخه جوړیږي.
د دغې سرمشریزې موخه غزه کې د جګړې پایته رسول او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو پیاوړي کول دي.