د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱۵ افغان کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي دي.
راستنې شوې کورنۍ سلاموطندار ته وایي، پاکستان کې یې د ژوند شرایط سخت وو، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه کوله، خو دلته دافغان چارواکو له تود هرکلي سره مخ او ترڅنګ یې د ثبت، لېږد او لنډمهالي هستوګنځي بشپړ امکانات هم ورته برابر شوي دي.
یوازې پرون جمعه، تلې دویمه ۱۱۵ افغان کورنۍ چې ۶۸۵ ښځې او نارینه کېږي، د هلمند بهرامچې له لارې خپل هېواد ته راستنې شوي دي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته وایي، د ولایت مقام په مشري د بېلابېلو کمېټو له لوري د دې کورنیو د ثبت، تثبیت، انتقال، لنډمهالې مېشتېدنې او خدمات وړاندې شوي دي.
هغه زیاتوي: «د هرکلي ترڅنګ موږ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه بشپړه کړه، د انتقال لپاره ترانسپورتي وسایل برابر شول، د خوراک او څښاک مواد د کلیو بیارغونې ریاست له لوري چمتو شول، او د مالي مرستو په برخه کې مستوفیت لازم اقدامات وکړل.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راستانه شوي افغانان وایي چې په پاکستان کې له سختو ستونزو سره مخ وو. د یوې کورنۍ مشر عبدالسلام وویل: «پاکستان کې موږ ته هېڅ اسانتیا نه وه، د ژوند هر اړخ کې مو د تبعیض احساس کاوه. حتی ماشومان مو ښوونځیو ته نه پرېښوول کېدل. خو دلته، له راتګ سره سم، افغان چارواکو موږ ته هرکلی وویل، خواړه، ځای او ثبتیي راجستر کړ.»
د هلمند چارواکي وایي چې په بهرامچې کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د خدماتو مرکز جوړ شوی او څو بېلابېلې کمېټې په دوامداره توګه د هغوی د اسانتیاوو لپاره کار کوي.
د افغانستان حکومت وايي، هڅه کوي چې د راستنېدونکو کورنیو د دوامدار مېشتېدو لپاره هم د کار، هستوګنې او زدهکړو پروګرامونه عملي کړي دي.
بلخوا، ډېری راستانه شوي افغانان له دې امله خوښ دي چې که څه هم وطن کې اقتصادي ستونزې شته، خو د ازاد ژوند او خپل هویت احساس لري، هغه څه چې د دوی په وینا، په پاکستان کې ورڅخه بېبرخې وو.