Asset 1SWN

غزني کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

غزني ټرافیکي پېښه

غزني کې د کابل ـ کندهار پر لویه‌لار د ټرافیکي پېښې پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي وویل، پېښه نن (یکشنبه، سنبله دویمه) د کابل ـ کندهار پر لویه‌لار د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، دغه پېښه کښې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښوول شوی او ټپيان هم د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطۍ او تېز سرعت په دلیل رامنځ ته کیږي چې تر ډېره په کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام