د امریکا د شمال ختيځ ايالت روډ ايلنډ په «برون» پوهنتون کې يوه وسلهوال پر محصلانو ډزې کړي چې په کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د یوه حالت نازک ښودل شوی.
د راپورونو پر اساس، مشکوک بريدګر تورې جامې اغوستې وې او پلی د بريد له ځايه په تېښته بريالی شوی.
د «برون» پوهنتون له محصلانو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي ځايونو کې پټ کړي، دروازې بندې، موبايلونه بند کړي او تر بلې خبرتيا پورې دننه پاتې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «برون» پوهنتون کې د ډزو مرګونې پېښه غندلې او ويلي، دامهال یوازې د قربانیانو لپاره دعا کولی شي.
ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ننوتو پرمهال دا برید “وحشتناک” وباله او زياته یې کړه چې تازه مالومات به وروسته شریک کړي.
ډونالډ ټرمپ لومړی پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت ویلي وو چې مشکوک کس نيول شوی، خو وروسته یې زياته کړه چې د “برون پوهنتون خپل پخوانی بيان بېرته اخيستی او مشکوک کس نه دی نيول شوی”.
«برون» پوهنتون د امریکا یو له پخوانیو پوهنتونونو څخه دی او د شمال ختیځ په اتو غوره خصوصي پوهنتونونو کې یو دی.