غزه کې د اسراییلو ځواکونو د بریدونو له امله یوولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان دي.
یادو کسانو د غزې سوېل د بېځایه شویو پر لنډمهالي کمپ د اسراییلو د هوايي برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پېښه المواسي سیمه کې رامنځته شوې، هغه ځای چې اسراییلو پر غزې د برید پرمهال خوندي سیمه بللې وه. په برید کې د درېوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون یوولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
څو ورځې وړاندې اسراییلي ټانکونو له سوېليښار رفح څخه المواسي ته حرکت کړی او سلګونه کورنۍ یې، کړې چې شمال ته بېځایه شي.
غزه کې د اسراییلو د روانو عملیاتو او بریدونو له امله میلیونونه کسان بېځایه شوي او همدومره بیا د خوړو لپاره څه نهلري او له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي.
د اسراییلو د برید راهیسې تر دې مهاله غزه کې څه باندې ۴۵زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰زره ډېر بیا ټپیان دي.
دې جګړه کې سلګونه اسراییلي سرتیري هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.