Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې ۱۱ بیزوګان او ۲ الوتونکي ځنګلونو کې خوشې شول

یب

د لغمان د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولان وایي، د الیشنګ ولسوالۍ د «میل درې» طبیعي ځنګلونو کې یې د چاپیریالي نظام د تقویې په موخه ١١ بیزوګان او ٢ الوتونکي خوشې کړي.

د لغمان د چاپیریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو مدیر محمد فهیم صدیقي وویل، دغه بیزوګان او مرغان د کابل ژوبن څخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري لغمان ته راوړل شوي و چې د الیشنګ ولسوالۍ د «میل درې» طبیعي ځنګلونو د چاپیریالي نظام د تقویې او د طبیعت د تعادل ساتلو په‌پار خوشې شول.

د هغه د مالوماتو له مخې، د یاد ولایت د طبیعي ځنګلونو د ایکوسیستمونو د تقويې، د طبیعت د تعادل ساتلو، د ځنګلي حشراتو او افاتو د کنټرول او غذایي ځنځیر د تقویې په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ یاد بیزوګان او مرغان خوشې کړل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام