Asset 1SWN

سلام وطندار

برازیل کې ټرافیکي پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي

ap_69585974f13b9-1767397749-rh3irteqhxa0ocgelfesx2e1zaql425d3ce0dcd9xk

د برازیل امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد سویل کې یوه باروړونکي موټر سره د مسافروړونکي موټر د ټکر له لامله، ۱۱ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وړاندې د «ریو ګرانده دوسول» ایالت لویه‌لاره کې شوې.

د پولیسو په وینا، د موټرو د مخامخ ټکر پر مهال د باروړونکي موټر توکي د مسافرو پر بس ورغلي چې له امله یې د ژغورنې او مرستندویو عملیاتو بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی.

تراوسه د پېښې رامنځ ته کېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو امنیتي چارواکي وايي چې په تړاو یې څېړنې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام