د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ۱۰۸ افغانان د متحده عربي اماراتو له زندانونو ازاد او یوشمېر یې، هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه (سلواغې ۱۶مه)، پر خپله اېکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ياد افغانان د اسلامي امارت د سفارت د هڅو او د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت له بند څخه راخوشې شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د خوشې شويو کسانو له ډلې يوشمېر يې بېرته افغانستان ته ستانه شوي او پاتې نور به په نږدې راتلونکي کې هېواد ته راستانه شي.
د يادونې ده چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې هم يوشمېر افغان وګړي تر بند خوشېکېدو وروسته، له پاکستان، عراق، بريتانيا او عمان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.