د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغان وګړي د دغه هېواد له زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
یادې کنسولګرۍ نن سهار (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې خوشې شوي کسان د کندهار د سپینبولدک ولسوالي له لارې افغانستان ته داخل شوي.
کراچۍ کې د افغانستان کنسولګرۍ د معلوماتو له مخې، په خوشې شوو کسانو کې دوه ښځې او لس ماشومان هم شامل دي. دغه اداره زیاتوي چې یاد کسان د تېرې یوې میاشتې راهیسې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو د امنیتي ستونزو له امله د توقیف په مرکزونو کې ساتل کېدل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کنسولګرۍ په وینا، دا وګړي له حقوقي تعقیب پرته نیول شوي وو او له اړوندو پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته خوشې شوي دي.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې، لسګونه افغان وګړي له پاکستان، عراق، بریتانیا او عمان زندانونو تر خلاصون وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.