Asset 1SWN

له کندهاره ۱۰۰ ټنه انځر هند ته صادر شوي

انځر کندهار

د کندهار مسوولان وايي، سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول.

د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل سلام‌وطندار ته وویل، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي.

هغه وویل: «سږکال ۱۰۰ ټنه وچ انځر له کندهار څخه هند ته صادر شو چې د دې صادراتو ارزښت ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.»

په همدې حال کې د کندهار د بزګرانو ټولنې مشر محمد خالد زعفران په دې اړه وویل:

«د دې صادراتو ترسره کېدل د کندهار والي، د کرنې ریاست مسوولانو، د سوداګرۍ خونې استازو او ملي سوداګرو د همغږو هڅو پایله ده. د دې هڅو په پایله کې راتلونکي کې به له کندهاره د وچ انځر صادرات اروپایي هېوادونو ته هم پراخ شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار بڼوال هم د دې صادراتو په اړه خوښ دي او وايي، دا ډول صادرات د بزګرانو اقتصادي ثبات او بڼوالۍ ترویج لپاره ګټور تمامېږي.

کندهار کې دوه بڼوال محمد ولي او سردار وايي: «دا ډول صادرات د بزګرانو د اقتصاد لپاره مهم ګام دی. که چیرې دغه صادرات پراخ شي، زموږ اقتصاد به مستحکم شي.»

«دا ډېره پر ځای هڅه او اقدام دی، موږ خوښ یو، له دولت څخه د داسې اقداماتو د پراختیا غوښتنه لرو.»

د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې له کندهار څخه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شوی و.

د کندهار د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونه او سوداګر په ګډه هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د هند او عربي هېوادونو ترڅنګ، روپایي هېوادونو ته هم د وچ انځر صادرات پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام