Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۱.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت رغنیزې پروژې بشپړې شوې

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۲۲۱۱۱

د لوګر د اقتصاد ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او نن ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د اقتصاد ریاست رییس انجینیر محمدحامد مظلومیار، پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، له بشپړو شویو پروژو ۳۵ بنسټریزې پروژې د سرپرست حکومت له بودیجې او پاتې یې، د نړیوالو موسسو په همکارۍ د تېرو لسو میاشتو په موده کې پلې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، په بشپړو شویو پروژو کې دولتي ادارو ته ودانۍ، ښوونځيو ته ودانۍ، کانالونو، کارېزونو، لوي لارو جوړول او بیارغول شامل دي.

هغه وویل، اوس لوګر کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۴۳ رغنیزو پروژې تر کار لاندې دي او په راتلوونکې نوي کال کې به بشپړې شي.

نوموړي په وینا، په عملي شویو پروژو کې زرګونه کسانو  ته په مستقیمه او په غیرې مستقیمه بڼه ګټه رسیدلې ده. د پل‌علم یوه اوسېدونکي شاه‌الرحمن سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې څه باندې سل رغنیزې پروژې بشپړې شوې.

 هغه ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د تېر جمهوریت د وخت پاتې پروژې هم بشپړې کړې او وزګارو کسانو ته په بېلابېلو پروژو کې د کار زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره ورځ هم د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۳ بېلابېلې پروژې ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام