پکتیکا کې د خوړو نړيوال پروګرام لخوا د ۱.۳ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو د تنظيم او وچکالي پر وړاندې د مبارزې په برخو کې پروژې پلي کېږي.
د پکتیکا ولایت مقام نن (سهشنبه، جدي ۲۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د خوړو نړيوال سازمان «WFP» په مالي لګښت د اوبو د تنظيم او د اوبو ضايع کېدو مخنيوي برخو کې بېلا بېلې پروژې پلي کيږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې يادې پروژې د پکتیکا په جانيخېل او ګومل ولسوالیو کې تطبیق کېږي چې د ځینو یې چارې پيل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغو پروژو کې یو د اوبو لوی حوض چې ۲۷۰۰ متر مکعب اوبو ځایوي، د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یو کانال په اساسي ډول جوړول، د ۱۲ متره په اوږدوالي د اوبو یو پایپ ترناب، د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي د کارېز پاکاري چارې، ۴۰۰۰ عدده ټرېنچونو کیندنه، ۴۰۰۰ مېوه لرونکو ونو کېنول، ۲۸۲ متره ګبیوني دېوال جوړول، ۱۶ بابه شنې خونې جوړول او ځینې نورې ورته پرمختیايي پروژې شاملې دي.
د یادونې ده چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د جانيخيل او ګومل ولسوالیو کې د خلکو کرنیزو ځمکو لپاره اوبه تنظيم شي او په اسانۍ به خپلې ځمکې خړوبې کړي.