ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري پکتیکا ولایت ته تللی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر به په دغه سفر کې د پکتیکا له نظامي او ملکي چارواکو، قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو سره وګوري.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر د پکتیکا ولایت د عمومي وضعیت د ارزولو لپاره یاد ولایت ته تللی دی.