Asset 1SWN

سلام وطندار

هند او سوېلي‌افریقا د نړیوال جام پای‌لوبه کوي

383659

د امریکا او وېسټ‌انډیز په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۴کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبه سبا د هند او سوېلي‌افریقا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ کېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه سبا شنبه، جون ۲۹مه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې پیل شي. دغه لوبه به د بارباډوس د برېج‌ټون په «کېن‌سېنګ‌ټن اووال» کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هند کرېکټ ملي لوبډلې بېګاه انګلستان ته په دویمه نیمه پای‌لوبه کې ستره ماته ورکړه او پای‌‌لوبې ته ووتله.

سوېلي‌افریقا بیا لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه او په لومړي ځل پای‌لوبه کې لوبېږي. دواړو لوبډلو په روان شل اووره نړیوال جام هېڅ لوبه نه‌ده بایللې او له ماتې پرته یې پای‌لوبې ته ځان رسولی دی.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې یوازې یو وار شل اووره سیالیو نړیوال جام ګټلی دی. ۲۰۰۷ کال کې دې لوبډلې د ام‌اېس ډوني په لوبډلمشرۍ کې یې دغه جام وګاټه او له هغه وروسته یې، شل اووره نړیوال جام نه‌دی ګټلی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سوېلي‌افریقا بیا تراوسه جام څه چې د نړیوال جام پای‌لوبې ته هم لاره نه‌‌وه پیدا کړې او دا لومړی ځل دی چې دا لوبډله پای‌لوبه کې لوبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام