تر ټولو مناسب حالت کې کډوالي او له هغه چاپېريال څخه زړه صبر ول چې کس پکې تاريخ او احساس لري، سخت دی. دغه سختي د نامنظمې کډوالۍ له سړو او تودو او مصيبتونو په زغملو سره لا زياتيږي او دغه راز نوي فرهنګ او ټولنې ته د فرد په ننوتو سره څو برابره کيږي.
لکه څرنګه چې په ۲۰۱۸ کال د جرمني څېړونکو له څېړنې ښکاري چې لږترلږه ۴۰ سلنه د هغو کډوالو چې تازه جرمني ته راغلي، د تروما يا روحي ټکانونو شديدې تجربې يې لرلې دي او ۱۳ سلنه د دغو کسانو د ژور خفګان له تېرولو وروسته د ځان وژنې تجربه هم کړې.