هغه شمېرې چې د عامې روغتيا وزارت او د ولايتونو له عامو روغتيا رياستونو موږ ته رسېدلي ښيي چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې ۱۵۴۷ درملتونونه د فعاليت جواز نه‌لري او په خپل سرې توګه فعاليت کوي.

د عامې روغتيا وزارت تر اوسه پورې نه دی توانېدلی چې د درملتونونو د ناقانونه فعاليتونو مخه ونيسي. د سلام‌وطندار څېړنې ښيي چې عامې روغتيا وزارت او ولايتونو کې د عامې روغتيا رياستونه د هغو درملتونونو چې په ناقانونه توګه فعاليت کوي، دقيقې شمېرې نه‌لري.

د ياد وزارت د مسوولانو په وينا، له يادو درملتونونو لږ شمېر يې د وزارت له لوري تړل شوي چې څه وخت وروسته يې بېرته فعاليت پيل کړی دی.

هېوادوال د درملتونونو له خپل سري فعاليتونو او غير معياري خدمتونو شکايت کوي او په دې برخه کې حکومت پر بې‌غورۍ او نه پاملرنې تورنوي.

د کابل ښار اوسېدونکی قسیم له سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، هغه خدمتونه چې درملتونونه يې وړاندې کوي، په معيار برابر نه دي. د نوموړي په وينا، ډېری درملتونونه بې‌کيفيته درمل واردوي او دا لامل کېږي چې ډېری هېوادوال ګاونډيو هېوادونو «هند او پاکستان» ته درملنې لپاره لاړ شي.

قسیم وويل، د ډېری ډاکټرانو نسخې يوازې په هغه درملتون کې د اجرا وړ وي چې دوی پورې اړوندې وي، ځکه چې د بل درملتون والا يې نه‌شي لوستی.

د بې‌جوازه درملتونونو فعاليت يوازې کابل پورې نه تړل کېږي. د هرات ولايت اوسېدونکی جواد توانگر وايي، هغه ناروغان چې ډاکټر ته ورځي دې لپاره چې د درملو کيفيت سم نه دی ګټه ورته نه کوي.

نوموړی وايي، د هېواد ټولې پولې د هغو ټولو کسانو پر مخ پرانيستې دي چې درمل راوړي او هغه درمل چې هېواد ته راوړل کېږي، نظارت يې نه کېږي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي هم د درملتونونو د ناقانونه فعاليت نه  او همداراز د خدمتونو له خراب کيفيت نه شکايت کوي. د ياد ولايت اوسېدونکی نصیر احمد وايي، د عامې روغتیا وزارت د درملتونونو فعاليت نه نظارت نه کوي. نوموړی په دې ولايت کې د درملو له لوړې بيې او همداراز  د ډېرو تاريخ تېرو درملو نه هم شکايت کوي.

د نصیر احمد په وينا، د ډېرو درملو تاريخ تېر شوی؛ خو بيا هم درملتونونو والا ناروغانو ته دغه درمل ورکوي.

ناقانونه درملتونونه څه ډول فعاليت کوي؟

هغه درملتونونه چې جواز نه لري په ټولو ولايتونو کې پرته له هېڅ ډول محدوديته او څارنې فعاليت کوي.

له دې ډلې يو شمېر درملتونونه تړل شوي خو له څه مودې وروسته يې بېرته فعاليتونه پيل کړي دي. په يو شمېر ولايتونو کې د هغو درملتونونو دقيقې شمېرې نشته چې له جواز پرته فعاليت کوي.

روغتيايي مسوولان د بې جوازه درملتونونو د شمېر د نه معلومېدو لامل ناامني او د سيمه‌ييزو مسوولانو بې غوري يادوي.

د عامې روغتيا وزارت او ولايتونو کې د عامې روغتيا رياستونو د شمېرو له مخې تر ټولو ډېر بې‌جوازه درملتونونه په ننګرهار ولايت کې فعاليت کوي.

په يو شمېر ولايتونو کې امنيتي وضعيت او د طالبانو حضور لامل شوی چې د عامې روغتيا وزارت ونه‌شي کولای د څېړنو خپل ټيمونه، څارنې لپاره ولېږي.

فاریاب، سمنگان، لغمان، بدخشان، کاپیسا، تخار، نیمروز او نورستان هغه ولايتونه دي چې تر اوسه پورې ورنه نظارت او څارنه نه ده شوې.

خو د يو شمېر ولايتونو روغتيايي مسوولان په دې ولايتونو کې د بې‌جوازه درملتونونو فعاليت ردوی. د هرات، بلخ، بادغیس، سرپل، لوگر، غرني، جوزجان، فراه او وردک ولايتونو د عامې روغتيا رياستونو مسوولان وايي، په دې ولايتونو کې هېڅ داسې درملتون نشته چې د فعاليت جواز ونه‌لري. دوی وايي، د يادو ولايتونو ټول درملتونونه د فعاليت قانوني جوازونه لري او په عامې روغتيا رياستونو کې ثبت دي.

په يو شمېر نورو ولايتونو کې بيا درملو ته د خلکو اړتيا لامل شوې چې درملتونونه بې جوازه فعاليت وکړي.

د پنجشېر ولایت د روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو او پلټنې مدیر خلیل الله وايي، د دې ولایت درملتونونه د پنجشېر د محلي حکومت د پرېکړې له مخې فعالیت کوي. نوموړي د جواز نه لرونکيو درملتونونو د فعالیت لامل روغتیايي مرکزونو ته د دې ولایت د خلکو نه لاسرسی وګاڼه.

ولې د ناقانونه درملتونونو فعالیت نه دی درول شوی؟

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د درملتونونو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره بدلون مومي او دغه وزارت د ټولو درملتونونو له فعالیتونو د څارنې لپاره کافي څارنیز ټیمونه نه لري.

د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې له مارکېټونو وروسته د خدمتونو د انسجام رییس نعمت الله نوروزیان وايي، څارنیز ټیمونه هره ورځ د څارنې په حال کې دي او د شکایت ترلاسه کولو یا هم د جواز نه لرونکيو درملتونونو د موندلو په صورت کې به د هغه فعالیت بند کړي.

نوروزیان زیاتوي، د روان لمریز کال په اوږدو کې د ۴۳ درملتونونو مسوولان په مرکز کې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. نوموړی دغه راز وايي، د روغتیا وزارت په اوسني تشکیل کې ولایتي واحدونه نشته او د تشکیلاتونو د کمښت له کبله، ریاستونه ځان ځواب ویونکي نه بولي.

نوروزیان په ډاګه کوي چې د درملو ډېره برخه د غیر رسمي سرچینو له لارې په قاچاقي بڼه د کابل بازارونو ته واردېږي او بیا له دغه ځایه ولایتونو ته استول کېږي.

د نوموړي په خبره، د بې‌کیفیته درملو ډېره برخه له پاکستانه واردېږي. نوروزیان د خپلو خبرو په دوام زیاتوي، د پلټنې ټیمونه هره اوونۍ له یوه تر لسو درملتونونه تړي او زیاته اندازه بې‌کیفیته درمل ضبطوي.

د ولسي جرګې غړي عامې روغتیا وزارت د دغه وضعیت مسوول بولي او دغه وزارت په نه پاملرنې تورنوي.

د ولسي جرګې د مرکزي پلټنې کمیسیون غړی غلام حسین ناصري وايي، که کوم ناروغ د بې‌کیفیته او «تاریخ‌تېر» شویو درملو له ګټې اخيستو وروسته مړ شي، د دغې مړینې مسوولیت به د عامې روغتیا وزارت پر غاړه وي.

د درملو د تنظیم چارو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال افغانستان کې ۵۰ داخلي شرکتونه موجود دي چې د هېواد د اړتیا وړ ۱۵ سلنه درمل تولیدوي او پاتې یې هم له بهرنیو هېوادونو را واردېږي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ټولو هغو شرکتونو له ډلې چې هېواد کې فعالیت کوي، له ۵ نه تر ۱۰ پورې یې نسبتأ باکیفیته درمل تولیدوي.

د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا ریاستونو نه ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې ټول هېواد کې ۱۱۴۵۰درملتونونه فعالیت لري چې له دې ډلې د هېواد ۱۵ ولایتونو کې ۱۵۴۷ درملتونونه له جواز پرته فعالیت کوي.

۸ نورو ولایتونو کې یو شمېر درملتونونه چې پرته له جواز فعالیت کوي، نه دي مشخص شوي.

دغو ولایتونو کې له جواز پرته د درملتونونو نه مشخصېدو لامل، ناامنۍ بلل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې ۹ نورو ولایتونو کې ټول درملتونونه ثبت او راجسټر شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *