د نوبل د سولې جایزه سږکال «۲۰۲۰» د خوړو نړیوال سازمان یا (WFP) ته ورکړل شوه.
ياد سازمان وايي، دوی هیله لري د يادې جايزې د ترلاسه کولو سره د نړيوالو پام هغو ميليونونو کسانو ته واړوي چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
په ناروې کې مېشتې د نوبل کمېټې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه سازمان تهیې د لوږې په وړاندې د دوی د هڅو په خاطر دغه جایزه ورکړې ده.
د يادې جايزې ارزښت ۱ اعشاريه ۱ ميليون ډالره دی.
د خوړو نړیوال سازمان جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې د کمولو او د خوړو د تامین لپاره کار کوي.
دغه سازمان افغانستان کې هم د جګړو او طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته مرستې رسوي.