ارگ: بین‌الافغاني غونډه قطر لغوه کړې

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قطر هېواد هغه بین‌الافغاني غونډه چې ټاکل شوې وه د اپرېل میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه په دوحه کې جوړه شي، لغوه کړې ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، قطر د تصور خلاف، تېره شپه د هغو کسانو نوم‌لړ افغانستان ته را لېږلی چې ټول‌شموله نه‌دی او توازن هم په پام کې نه‌دی په‌کې نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، د دا ډول نوم‌لړ رالېږل، د افغانانو ارادې ته د سپکاوي په مانا ده چې دا موضوع خلکو ته د منلو نه‌ده.

د دې خبرپاڼې له مخې، د یاد نوم‌لړ له رالېږل کېدو وروسته، ولسمشر غني له یو شمېر مشرانو سره مشورتي غونډه وکړه چې په پایله کې یې د قطر له لوري رالېږل شوی نوم‌لړ د منلو وړ و نه بلل شو او له قطر هېواد نه وغوښتل شول، هغه نوم‌لړ ومني چې د افغان حکومت له لوري اعلان شوی دی، خو یاد هېواد د دغه اقدام په غبرګون کې بین‌الافغاني غونډه لغوه کړه.

په همدې حال کې طالب ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قطر غونډې د لغوه کولو مسوولیت پر افغان حکومت اچولی او ویلي یې دي چې هڅه کوي د سولې په پروسه کې خنډ جوړ کړي.

اړوند مطالب:

د طالبانو په خبرپاڼې کې لیکل شوي، ټاکل شوې وه د قطر غونډه د مسکو هغې په څېر وي، خو افغان چارواکیو «اشرف غني او عمر داوودزي» څو ځله ویلي وو چې د افغانستان له لوري ګډون کوونکي کسان د حکومت استازولي کوي چې دا د سولې پروړاندې هڅې ښيي.

د قطر په کوربه‌توب بین‌الافغاني غونډه چې ټاکل شوې وه د شنبې او یکشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي، خو سرچینو پرون ویلي وو چې یاده غونډه د حکومت له نوم‌لړ سره د طالبانو د مخالفت له کبله لغوه شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام