
د ولسمشر لومړی مرستیال سرور دانش وايي، د افغان سولې روانه پروسه اوس هم ګونګه ده او د افغانانو لپاره یې ډېرې پوښتنې پیدا کړي دي.
نوموړي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نوي سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب د پېژندنې په مراسمو کې خبرې کولې امارتي نظام ته په اشارې وویل، افغانان نه غواړي چې خپر راتلونکی سرنوشت یوې ځانګړې ډلې ته په لاس ورکړي او ګاونډي هېوادونه بیا هم د افغانستان خوړلو لپاره غاښونه تېز کړي.
دانش وايي، «موږ داسې سوله غواړو چې د تل لپاره په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نه دا چې په بله بڼه د کړکېچ د دوام لامل شي.»
د ولسمشر دویم مرستیال ملي ګټو، ملي یووالی، د افغانانو اساسي حقوق، سیاسي او د بیان ازادي او د ټاکنو له لارې جوړ شوی نظام د تلپاتې سولې لپاره لازم وبلل.
سرور دانش زیاته کړه، که کله هم د افغانانو په وړاندې د رایورکولو دروازه وتړل شوه، نورې ټولې دروازې به هم وتړل شي او افغانان به بیا له یوه بل ناورین سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي څو ورځې وړاندې له طالبانو سره په پرلهپسې توګه ۶ ورځې خبرې اترې وکړې او وروسته یې د یادې غونډې جزیات له ولسمشر او د حکومت له نورو چارواکیو سره شریک کړل.





