قطر کې د سولې غونډه؛ طالبانو نړېوال ضمانت غوښتی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو د استازیو ترمنځ غونډه شپږمې ورځې ته غځېدلې ده.

طالبانو ته نږدې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم امریکا منلې چې له افغانستانه به بهرني ځواکونه وځي، خو اوس طالبان د دوحې په غونډې کې د کړیو ژمنو د عملي کېدو لپاره نړېوال ضمانت غواړي.

د طالبانو یو پخوانی چارواکی او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، په‌دې غونډه کې د طالبانو ډلې د امریکا متحدو ایالتونو د خبرو اترو له استازیو سره له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د نه کارولو په اړه بحث او هوکړه کړې ده.

د مژده په وینا، طالبان د دوحې غونډې د هوکړې په برخه کې نړیوال ضمانت غواړي.

مژده زیاتوي، د دوحې د څو ورځنۍ غونډې پایلې وروستۍ نه‌دي او د مسایلو ارزښت او د ژبې تخنیکي ستونزو ته په پام، دا غونډه غځېدلې ده.

خو د طالبانو یو بل پخواني چارواکي اکبراغا سلام‌وطندار ته وویل، تراوسه له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو مهال‌ویش او د دې هوکړې په اړه د نړېوال ضمانت مسایل وروستي شوي نه‌دي.

د نوموړي په وینا، طالبان اوس هم د امریکا د متحدو ایالتونو هوکړو ته د شک په سترګه ګوري او همدا لامل دی چې نړېوال ضمانت غواړي او که دا کار و نه‌شي، کېدای شي دا ستونزه هواره نه‌شي.

اکبراغا زیاتوي، د امریکا متحدو ایالتونو استازی هڅه کوي چې د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي او په وینا یې ښايي د دوحیې خبرې اترې نن یا سبا پای ته ورسېږي.

بله‌خوا د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري سولې ته د رسېدو لپاره د بندیانو خوشې کول او اوربند مثبت ګام بولي او وايي، د یادې شورا لپاره د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل جدول جوړول د دوحې غونډې ښه پایله وه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ احتمالي شوی هوکړه‌لیک تراوسه د دوی ترڅنګ، حکومت هم نه‌دی تایید کړی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزداد څه موده وړاندې ویلي وو، که طالبان د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي، امریکا به یې پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي او د افغان ځواکونو او دولت ترڅنګ به ودرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام