د نوي اسلامي دولت پر جوړېدو د امریکا او طالبانو هوکړه

د امریکا متحده ایالاتو او طالب مرکچیانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته «افغانستان ته د سولې راوستو» په نوم هوکړه‌لیک پرون د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملابرادر ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک له منځپانګې ښکاري چې د سولې له هوکړې وروسته به د نوي جوړېدونکي حکومت او امریکا ترمنځ اړیکې ښې وي.

همدارنګه امریکا به د سولې له هوکړې وروسته له نوي جوړېدونکی اسلامي حکومت سره اقتصادي همکاري کوي او دغه راز به د دغه دولت په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د هوکړه‌لیک په متن کې درې ځایه «د نوي اسلامي حکومت» عبارت لیکل شوی؛ هغه موضوع چې د ډېرو کسانو لپاره یې پوښتنې او اندېښنې را پورته کړې دي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي سلام‌وطندار ته ویلي، داسې انګېرل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو ژمنه کړې ده.

سعیدي زیاتوي، امریکا د دغه هوکړه‌لیک په تصویبولو سره هوډ لري چې د هوکړه‌لیک موادو ته قانوني اړخ ورکړي، څو د افغان حکومت او امنیت شورا د اعتراض مخه ونیسي. 

د طالبانو یو پخوانی غړی سیداکبراغا وايي، د نوي اسلامي حکومت جوړښت ښايي د امارت یا هم د جمهوریت په چوکاټ کې وي، خو د نوي اسلامي حکومت اصلي شرط په ټولو جزايي قوانینو کې د اسلامي حدودو پلي کېدل دي.

په ورته حال کې د پوهنتون استاد او د حقوقي مسایلو کارپوه علي‌احمد وايي، له هوکړې وروسته د نوي اسلامي حکومت عبارت د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لمنه لنډوي، خو د برحال افغان حکومت او اساسي قانون د مشروعیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي.

خو ولسمشر غني نن په ارګ کې د خبري غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان د اساسي قانون په لومړي او دویم څپرکي کې بدلون د حکومت سره کرښه ده او هېڅکله به یې ونه مني. یاد څپرکي د نظام جوړښت او د هېواد د وګړیو حقونه تضمینوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې چې تر راتلونکیو دوو اوونیو پورې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل او د نظام او ګڼو نورو مسایلو د څرنګوالي په اړه بحثونه وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام