ناټو: تر اوسه له افغانستانه د وتلو پرېکړه نه‌ده شوې

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په برکسل کې یوې خبري غونډې ته وويل چې تر اوسه له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو په اړه هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې.

ده همداراز وویل، په افغانستان کې د ناټو سازمان موخه د افغانستان د سولې له‌پاره د شرایطو برابرول دي. د ناټو لوی منشي همدارنګه ویلي چې ناټو تر هغو د افغان ځواکونو ترڅنګ د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې ونډه اخلي چې افغان ځواکونه وتوانېږي په یوازې سر خپل هېواد کې امنیت ډاډمن کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ ټينګار وکړ چې په افغانستان کې سولې له‌پاره د روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې د افغان سولې له‌پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي  خلیلزاد سره له نږدې په تماس کې دي او هڅه کوي چې له دې جریانه باخبره پاتې شي.

ده پرون په بروکسل کې یوې غونډې ته ویلي وو، دا به له وخته مخکې وي چې ووايي، له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې تړون ته رسېدلي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړې وه امریکا او ناټو د سولې په اړه له خبرو باخبره پاتې شوي او زیاتوي چې دوی د احتمالي سولې په اړه په خبرو او مشورو  بوخت دي او په دې مشوره کوي چې ناټو په‌دې اړه څه مرسته کولی شي. ده دا خبرې له خلیلزاد سره له لیدنې وروسته رسنیزې کړې.

ښاغلي خلیلزاد پرون همداراز په یو ټویټ کې ویلی وو چې د اروپايي ټولنې له هېوادونو او ناټو سره یې توافق کړی چې د افغان سولې په تړاو بین‌الافغاني خبرې پیلول بېړنی لومړیتوب دی.

د ناټو سازمان غړیو هېوادونو دفاع وزیران نن او سبا بروکسل کې جرګه کېږي او د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان روانو حالاتو په اړه بحث کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام