
ټاکل شوې وه نن د ولسی جرګې عمومي غونډه جوړه او د رسنیو په حضور د دې جرګې د رییس ټاکلو پر سر راپورته شوې لانجه حل شي، خو دغه کار و نه شو.
د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر پرون هغه مهال لانجه راپورته شوه چې د جرګې ریاست ته د دوو نوماندانو یانې میررحمان رحماني او کمالناصراصولي رایې اعلان شوې.
د جرګي لنډمهاله رییس میررحمان رحماني چې ۱۲۳ رایې یې اخیستې وې، ګټونکی اعلان کړ، خو ځینو وکیلانو دغه اعلان بېاعتباره وګاڼه.
د پرونۍ غونډې په پیل کې د جرګې د حاضرو غړیو شمېر ۲۴۷ اعلان شو چې د ګټونکي لپاره ۵۰ جمع یو چې ۱۲۴ رایې کېدې، اړینې وې، خو په صندوقونو کې ۲۴۵ رایې اچول شوې وې او رحماني هم ۱۲۳ رایې درلودې چې د ۲۴۷ په نصاب نه، بلکې د ۲۴۵ نصاب له مخې یې پنځوس جمع یو پوره کړې وې. پر همدې موضوع د ځینو وکیلانو ترمنځ لانجه راپورته او نن یی هم دوام وکړ.

خو د ولسي جرګې غړې ساهرې شریف رسنیو ته وویل، سره له دې چې غونډه د کوم چا تر ریاست لاندې نه وه جوړه شوې، خو وکیلانو لس کسیز کمېسیون وټاکه چې د تېرې ورځې د ټاکنو بهیر بیا وګوري او شونې ده چې تر سبا په ولسي جرګه کې رامنځته شوې ستونزه حل شي.
د ولسي جرګې یو بل غړي خالد مومند هم د وکیلانو له لوري لس کسیز کمېسیون جوړېدل تاییدوي چی پهکی د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ۳،۳ پلویان او ۴ نور هم د ټولو وکیلانو په استازولۍ دې موضوع ته د حل لار لټوي.
مومند د دی پوښتنې په ځواب کی چې کمېسیون به پر ښکېلو غاړو د خپلې پرېکړې منلو واک او توان ولري که څنګه؟ وویل چی دواړو لورو بشپړ ډاډ ورکړی دی.
د ولسي جرګې د کورنیو دندو اصولو له مخې، که د ولسي جرګې ریاست ته په دوه ځله ټاکنو کې مخکښ نوماند ۵۰ جمع یو رایې ونه ګټي، دې سیالۍ ته نور نوماندان راوړاندې کېږي او په خپلو کې به سره سیالي کوي.





