.jpg)
د افغانستان په بلخ ولایت کې د یاد ولایت سرپرست والي عطامحمد نور او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د پلویانو له خوا په بېلابېلو برخو کې لاریونونه روان دي.
د دوستم پلویان وايي، چې د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم عکس شکوونکي باید د امنيتي ځواکونو له خوا ونیول شي او له بل لوري بیا د عطامحمد نور پلویان له نوموړي څخه د ملاتړ په موخه راوتلي دي.
د نوي ۱۳۹۵م لمریز کال د پېل په ورځ د مزار شریف ښار له کامګار څلور لاري څخه د عبدالرشید دوستم عکس ښکته شوی و، چې دغه کار د نوموړي د پلویانو غوسې را وپارولې.
.jpg)
په دغو لاریونونو کې د دواړو خواو څخه شعارونه ویل کېدل او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې باید د دوی ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
د جنبش د ځوانانو سازمان غړی او د رشید دوستم په پلوي د لاریون رهبري کوونکی کنشکا ترکستاني خبرداری ورکړ، که د دوی غوښتنې و نه منل شي او د دوستم عکس شکوونکي مجازات نه شي، نو خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
.jpg)
هغه ویلي، چې د عطامحمد نور شاوخوا ځانګړې حلقې شته، چې دغو کارونو ته لمن وهي.
نوموړی زیاتوي، دوی داسې اسناد لري، چې له مخې يې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ ځينې کسان ورغلي او د دوستم عکسونه يې شکولي دي.
.jpg)
له بل لوري د عطامحمد نور پلویان بیا وايي، چې ځينې غواړي د دغې موضوع څخه استفاده وکړي او د بلخ ولایت امنیت ته زیان ورسوي او خپلې غوښتنې ترلاسه کړي.
د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، چې ځينې بیکارو او کوڅه ډبو ځوانانو پر دغه عمل لاس پورې کړی او ډېر ژر به له دوی سره قانوني چلند وشي.





