
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېتر پاڼه ليکلي چې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام دوحه کې له طالب پلاوي او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره ګډه ناسته درلوده.
شاهین زياته کړې چې دغه غونډه کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه او امیرخان متقي هم ګډون درلود.
دې سره پاکستان کې ازاد خبریال طاهرخان پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، د طالبانو او امريکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کموالي په مسله د اختلاف له کبله، د قطر چارواکي د خبرو پروسه کې دننه شوي دي.
نوموړی زياتوي، د قطر چارواکي طالبانو سره مشوره کوي او ښايي چې خبرو کې پرمختګ وشي.

په همدې حال کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا سلاموطندار ته وايي، د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ په نورو مسلو هوکړه شوې، خو د ده په باور امریکا اوس غواړي چې پر طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو موده اوږده کړي چې طالبانو نه ده منلې، نو غواړي د قطر د بهرنیو چارو وزیر په واسطه پر دوی دا ومني.
د یادونې ده، چې تېره ورځ کابل کې د سولې په اړه د یو شمېر سیاستوالو غونډې ته د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم مشر او د سولې عالي شورا د دارالنشا پخواني رييس محمد عمر داوودزي وویل، د سولې د شرط په اړه د ولسمشر خبرې ناسمې تعبیر شوي او هغه د سولې خبرو لپاره کوم شرط نه لري.
د هغه په وینا، د ټاکنو پایلو کې نوی جوړېدونکی حکومت به یو ځل بیا د سولې په اړه جرګه را وبولي او د سولې څرنګوالي په اړه به پرېکړه وشي.





