انګور اډې ته نږدې نور پاکستاني تاسیسات؛ د سیمې له پاره بل ګواښ

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې د پاکستان له لوري د انګور اډې په سیمه کې افغان حکومت ته د تېرې ورځې سپارل شویو تاسیساتو ته څېرمه د دغه هېواد ځواکونو پوځي پوستې جوړې کړې دي او ټوله سيمه یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

تېره ورځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه هغه تاسيسات چې د پاکستاني ځواکونو له لوري په انګوره اډه کې جوړ شوي وو، افغان حکومت ته وسپارل شول.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې څو میاشتې مخکې پاکستاني ځواکونو د دې ولايت په انګور اډې سرحدي سيمو کې پوځي پوستې جوړې کړې دي.

د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان د انګور اډې په سيمه کې د خواجه خدر، سويه وړۍ او ګيټ په سيمه کې پوځي پوستې جوړې کړې دي.

ده زیاته کړه، د پکتيکاوالو غوښتنه دا ده، پاکستان باید په دې سيمه کې ټول جوړ شوي تاسيسات افغان حکومت ته وسپاري

د برمل ولسوالۍ د خواجه خدر سيمه ډېره لوړه سيمه ده، او دوه کاله وړاندې په همدې سيمه کې امريکايي ځواکونه ميشت وو، چې په وتلو سره يې وسلوال طالبانو همدا سيمه خپله کړه او له هغه وروسته بيا پاکستانيو ځواکونو په همدې ځای کې پوځي پوستې جوړې کړې.
 

په ورته وخت کې د پکتيکا مدني فعال محمدالله همت يار هم په یاده سیمه کې د نورو تاسیساتو خبره کوي: « درې ځايه نور تاسيسات جوړ شوي او بل د دې تر څنګ دروازې ته څېرمه په غرونو کې پوستې جوړې شوې دي، چې دغه دروازه هم تر تهديد لاندې راوستلی شي.»

تېره ورځ د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري هم ویلي وو، چې یوازې په انګور اډه کې یوه دروازه او دوه ټاورونه سرحدي پولیسو ته سپارل شوي او له همدې دروازې سل متره وړاندې لا هم د پاکستان پوځي تاسیسات شته او هغه یې افغان لوري ته نه دي سپارلي. د ده په نظر، چې دا کومه ستره لاسته راوړنه نه ده او څنګه چې خلک ورته خوشحاله وو؛ هغسې ونه شول.

د پکتيکا والي امين الله شارق سلام وطندار ته وويل، په دې اړه يې لومړی ګام پورته کړی او غواړي په مختلفو ساحو کې چې د پاکستان له لوري پوځي تاسيسات جوړ شوي؛ د خبرو له لارې افغان حکومت ته وسپاري.

شارق همداراز وايي، چې د پاکستان هېواد سره په دې هم خبرې کوي، چې په همدې سيمو کې وسله وال کسان چې د افغان دولت پر ضد جنګېږي؛ وځپي.

انګور اډه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړونده سيمه ده، چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په کې د وزیرو قبایل اوسېږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام