ابراهیمي: د ولسي جرګې دایمي ناسوبو وکیلانو په اړه پرېکړه کوو

د ولسي جرګې عمومي غونډه کې په دایمو غیرحاضرو وکیلانو نیوکه وشوه، چې له رخصت اخیستو پرته په پرلپسې ډول غیرحاضري کوي او امتیازات پوره ورکول کېږي.

معترضو وکیلانو د ولسي جرګې په اداري پلاوي نیوکه وکړه، چې د ناسوبو وکیلانو په مقابل کې جدي اقدام نه کوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، ډېر ژر به د کورنیو دندو د اصولو پر بنسټ د دایمي ناسوبو وکیلانو په برخه کې جدي اقدام کوي.

ابراهیمي وايي، تراوسه د ناسوبو وکیلانو په اړه د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو سره سم چلند نه دی شوی.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري وویل، هغه شمېر وکیلان چې په دوامدار ډول غیرحاضري کوي، قانون تر پښو لاندې کوي او د افغان ملت ارادې ته درناوی نه لري.

نوموړی وايي، دا وکیلان د ټول ملت په حق کې تېری کوي، ځانونه له قانون پورته بولي او باید ملت ته وروپېژندل شي.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو په اصولو کې راغلي که هر وکیل شل ورځې یا هم یو میاشت غیرحاضري وکړي باید امتیازات یې بند کړل شي؛ خو دا اصول نه دي عملي شوي.

هڅه مو وکړه د ولسي جرګې له اداري پلاوي د دایمي غیری حاضرو یا هغو وکیلانو نومونه پیداکړو، چې په پرلاپسې توګه غونډو ته نه حاضریږي او امتیازات اخلي؛ په دې اړه مو ځواب ترلاسه نه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام