
د سولې عالي شورا دارالانشا مشر او د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کولو کمېسیون رییس عمر داوودزي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سولې مشورتي لویه جرګې کې د هېواد ټول اوسېدونکي استازي لري او طالبان هم باید دې جرګې کې د هغو کسانو د ګډون مخه ونه نیسي چې تر ولکې لاندې سیمو کې یې ژوند کوي.
د ښاغلي داوودزي په وینا، د سولې مشورتي لویې جرګې کې د هر افغان غږ اورېدل کېږي او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو اوسېدونکیو غږونه هم باید واورېدل شي.
نوموړی زیاتوي، دغه جرګه کې د طالبانو د بلنې څرنګوالي په اړه هم بحث کېږي.
د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کولو کمېسیون مشر په وینا، دې مشورتي لویې جرګې کې به د ولایتي شورا ټول غړي، د ولسي جرګې بریالي شوي استازي، د مدني ټولنو مسوولان، ښځې، ځوانان او علما ګډون وکړي.

همداراز ښاغلی داوودزی د سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د حکومتي مشرانو او سیاستوالو ترمنځ د چهارشنبې ورځې لیدنې په اړه وايي، ښاغلي خلیلزاد دې غونډه کې د دوحې د سولې خبرو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د دغو خبرو د پټو اړخونو په اړه ځېنې رامنځته شوي ابهامات له منځه لاړل.
د سولې عالي شورا دارالانشا مشر په وینا، حکومتي مشران، پېژندل شوې سیاسي څېرې او زلمی خلیلزاد به د یکشنبې په ورځ امریکا سره د طالبانو د سولې خبرو شپږم پړاو ترسره کولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
د افغانستان سولې لهپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو په اړه د بحثونو په دوام تېره ورځ اسلاماباد ته لاړ.
د رپوټونو پر اساس، ښاغلي خلیلزاد دې سفر کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي سره د قطر د سولې خبرو په اړه بحث او خبرې کړېدي.
ورته مطالب:
د سولې مشورتي لویه جرګه د راتلونکي کال د غوايي پر ۹مه جوړېږي
په قطر کې د سولې ۶مې غونډې ته د تلونکي پلاوي نوملړ افشا شو
امنیتي تړون؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «سیاسي تعاقل نهدی»





