د ولسمشر د تقنیني فرمان د څېړلو له پاره د ګډې کمېټې جوړول ناکامه شول

ولسي جرګې د ټاکنیز نظام د سمون په برخه کې د ولسمشر د تقنیني فرمان د څېړلو په موخه د کډې کمېټې له پاره د دې جرګې د غړو په معرفي کولو کې یو ځل بیا ناکام شول.

د ولسمشر د فرمان په اړه تقنین جرګه ګۍ محمد حسن شریفي بلخابي، غلام سرور فایض، انجنیر ذکریا، لالی حمیدزی، کمال ناصر اصولي، حمیرا ایوبي، موسا نصرت، ملا سید محمد اخند، عبدلقادر ځاځی او عبدالستار خواصي د ګډ کمېسیون غړو په توګه ورپیژندلي وو، خو ولسي جرګې دغه کسان ونه منل.  

دا په داسې حال کې ده، چې اونۍ مخکې مشرانو جرګې د ګډ کمېټې د غړیتوب له پاره ۱۰ کسان دې کمېټې ته ور وپېژندل او د باور رایه یې ورکړه، خو ولسي جرګې بیا معرفي شویو لسو غړو ته د بارو رایه ور نه کړه.

د ولسي جرګې ځېنو وکیلانو وویل، د دې له پاره یې معرفي شویو کسانو ته د باور رایه ور نه کړه، چې دوی د فرمان ردولو موخه لرله.

د دې جرګې غړی فرهاد عظیمي وايي، د ګډې کمېټې د غړیتوب له پاره دې منځ لاري کسان وټاکل شي، چې د هېواد روان حالت درک کړي او وکیلان به هم د باور رایه ورکړي.

د ولسي جرګې بل غړی کمال ناصر اصلي وايي، هغه کسان چې د کمېټې د غړیتوب له پاره معرفي کېږي، باید په جلا ډول رایه ورکړل شي.

دی زیاتوي، نه باید د سیلقوي چلند له امله ټول معرفي شوي وکیلانو رد شي.

د ټاکنیز سمون د واکونو، دندو او تشکیلاتو په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان میاشت مخکې د ولسي جرګې له خوا رد شو، خو مشرانو جرګې بیا د چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه تایید کړ.

د اساسي قانون له مخې که د یوې جرګې له خوا د ولسمشر تقنیني فرمان رد او بل یو یې تایید کړي، په دې صورت کې د دواړو مجلسونو له خوا یو ګډ کمېسیون جوړیږي او دغه فرمان ته د تایید او یا هم رد رایه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام