د سولې خبرو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان دولت مرکه‌چي پلاوی قطر ته روان شو

د ا فغانستان د سولې مرکه‌چي پلاوی بين‌الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره د کابل له نړيوال هوايي ډګر نه د قطر په لوري روان شو. د بين‌الافغاني خبرو لومړۍ ناسته به سبا شنبه د سنبلې په ۲۲مه قطر کې ڼېټه پيل شي.

بين‌لافغاني خبرو کې د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزير سعادت منصور نادري او همداراز د سولې په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي ګډون کوي.

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله قطر ته له سفر مخکې، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له رسنیو سره په خبرو کې د بین الافغاني خبرو پیل یو تاریخي فرصت ګڼلی او هیله يې څرګنده کړې چې دغه خبرې به روانه جګړه پای ته ورسوي او دا به د یو لوی بدلون پيل وي.

عبدالله زیاته کړه چې شته ستونزې او ننګونې باید له پامه و نه غورځول شي، خو باید دواړه لوري دې پایلې ته رسېدلې وي چې له خبرو پرته بله لار نشته.

د سولې مرکه‌چي پلاوی عنایت‌الله بلیغ سلام‌وطندار ته وايي چې ټول چمتووالی نيول شوی او دا خبرې به سبا په دوحه کې پيل شي.

د امریکا ولسمشر ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم دوحې ته ځي ترڅو د سولې د بین الافغاني خبرو په پرانيستونکيو مراسمو کې ګډون وکړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار یې خبرې اترې بللې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  استازولي يا يوناما هم د قطر په دوحه کې د افغان غاړو ترمنځ د بين‌الافغاني خبرو د پيل هرکلی کوي.

له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه د افغانستان له زړورو او زغم لرونکيو خلکو سره یوځای له ټولو افغان مشرانو او مذاکره کوونکيو غواړي چې له دغه تاریخي فرصت نه په ګټې اخیستو جګړې پای ته ورسوي او د سولې او هوساینې یو نوی پړاو پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام