د ناامنو له شدت سره لاس او ګریوان یو کلن حکومت

د افغانستان د ملي وحدت حکومت نن سه شنبه (سپټمبر۲۹مه) یو کلن شو؛ خو ویل کيږي، نه یواځې دا چې حکومتي مشران يې په خپلو کړو وعدو عمل کړی، بلکې د تېر په پرتله هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ناامنيو لمن پراخ شوی او اوس دغه مسله په يوه جدي ستونزه بدله شوې.

د ملي وحدت د حکومت دواړو مشرانو ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو ټاکنیزو کمپاينونو پر مهال د خلکو سره ژمنې کړې وې، چې په هېواد کې به سوله او ثبات تامينوي.

زیات شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې د ملي وحدت د حکومت له پېل سره سم امنيتي ګواښونه خورا زیات شوي او وسله وال طالبان د ځينو ولسواليو په ګډون تېره ورځ په دې وتوانېدل، چې د افغانستان ستراتيژيک کندوز ولایت ښار هم ونیسي.

په تېر يوه کال کې د ناامنيو د ډېريدو او د ډله ییزو بريدونو عمده لامل څه دي؟

د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، چې له نړېوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد، د بهرنيو ځواکونو له خوا د ځانګړو عملياتو نه ترسره کېدل او ځينې نور وسله والو طالبانو ته د دې زمينه برابره کړه، چې خپل فعاليتونه ګړندي او بريدونه زيات کړي.

هغه وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو ځنډ او په امنيتي ادارو کې د کليدي اشخاصو نه ګومارل، د امنيتي ځواکونو په منځ کې د لازمې همغږۍ او پلان نه شتون ځينې نور موارد دي، چې د ناامنيو د ډېرېدو لامل شوي.

د سياسي چارو د دغه کارپوه په وينا په نظام کې دننه د " پنځم ستون" موجودیت او د وسله والو طالبانو سره د دوی مرستې هم د ناامنيو لامل شوي.

د ولسي جرګې غړی داود کلکاني وايي، چې په نظام کې دننه د پنځم ستون په نوم د شته چارواکو له لوري ځانمرګي بريدګر هېواد ته راوړل کيږي او د هېواد امنيت له پاره په لوی سرخوږي بدل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په سهار وسله والو طالبانو په ډله ییز ډول د کندوز ولایت پر مرکز برید وکړ او دغه ښار يې په خپل تصرف کې کړ.

د ولسي جرګې غړي او ځينې نظامي کارپوهان وايي، چې د کندوز ولایت سقوط نه، بلکې د همدغو اشخاصو له خوا پرېښودل شو.

د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا د تروریستانو ملاتړ او هغوی ته په خپله خاوره کې ځای ورکول هم په افغانستان د ناامنيو د ډېرېدو يو تر ټولو عمده لامل په توګه پېژندل کيږي.

افغان حکومت په دې وروستيو کې پاکستان په رسمي توګه تورن کړ، چې د افغانستان پرضد تروریستان روزي او د ترهګریزو بريدونو له پاره چمتو کوي.

خو د کورنيو چارو وزارت ویاند صديق صدیقي وايي، چې د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو طالبانو د عامه اذهانو د مغشوشولو په هڅه کې شول او دغه وسله وال د افغان امنيتي ځواکونو له خوا سخت ځپل شوي دي.

هغه دا مني، چې په تېر يوه کال کې نوی حکومت د سختو امنيتي ننګونو سره مخ شو، خو دا هم وویل، چې ترهګر په خپلو زياتو پلانونو کې پاتې راغلل او د افغان امنيتي ځواکونو له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شول.

سره له دې، چې په هېواد کې سختې امنيتې ستونزې موجودې وې، خو بیا هم افغان امنيتي ځواکونو د عوامو او ځينو مدني خوځښتونو له ټينګ ملاتړ څخه برخمن دي.

په تېره میاشت کې په لسګونه غونډې، لاريونونه او نور خوځښتونه د مدني ټولنو له خوا د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په هدف ترسره شوې.

یاده دې وي، چې د دولت د سولې پروسه او د مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو موضوع هم په ټپه درېدلې او تر اوسه په دغه برخه کې هيڅ لاره نه ده غوره شوې.

خو اوس هغه څه، چې په ګونګ او مبهم حالت کې پاتې دي، د افغانستان د اوسني جنګ لرې راتلونکی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام