
د فاریاب ولایت سلګونه اوسیدونکو د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ملاتړ لاریون وکړ او د حکومت له اړوندو ارګانونو يې غوښتنه وکړه، چې د دوی پر مشر دې د تورونو لړۍ ته د پای ټکی کيږدي.
دوی وايي، چې دوستم د بشري حقونو سرغړونکی نه دی او پر دولت يې تور پورې کړ، چې د هغه پر ضد دسیسې جوړوي.
د فاریاب مرکز میمنې ښار یوشمېر اوسیدونکو، د ولسي پاڅون کوونکو قوماندانانو، چې د جنبش پورې تړوا لري، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، نن د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د جنسي زورونې په اړه پرښاغلي دوستم د جوزجان پخواني والي احمد خان ایشچي د تورنو پای ته رسیدو غوښتنه او خبر داری يې ورکړ چې که د ولسمشر لومړي مرستیال بدنامولو مخنیوی ونه شي پراخو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

په دې اړه دوه لاریون کوونکي داسې وویل: " موږ له جنرال دوستم، څرنګه چې د ولسمشر لومړي مرستیال په توګه مو رایه ورکړې ده ملاتړ کوو."
" د ایشچي په کلي کې یې ۲۲ کسان وژلي وو په قیصار کې یې سلګونه کسان وژلي وو چې دا ټول د همدې پاکې خاورې دفاع په موخه وو ایا دا د ایشچي د سیسه نه وه دغه انسانان او بشر نه دي"
لاریون کوونکو وروسته یو څلور مادهییز پریکړه لیک هم خپورکړ.
په دغه پریکړه لیک کې له ولسمشره غوښتل شوي، چې ډیر ژر دې دعبدالرشید دوستم پرضد دسیسې مخه ونیسي او فرصت غوښتونکو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې له سیاسي مشرانو سره لوبې وکړي.
دغه راز، په پریکړه لیک کې راغلي چې د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ کې پر جنرال دوستم د برید پېښه دې وپلټل شي او د هغه عاملان دې د قانون منګلو ته وسپاري.





