له پاکستان سره د استخباراتي‌ همکاریو د تفاهم لیک پټ او عاجلانه لاسلیکول د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ رابطه خرابه او لارې سره جلا کړي دي.

د پاکستان پر وړاندې د ارګ سیاست او د پردیو په مشوره، د نوموړي هېواد له نظامیانو سره معاملې، د افغانستان پخوانی او اوسنی ولسمشر بالاخره هغه سرحد ته ورسول؛ چې باید نه رسېدلي.

د پاکستان په مقابل کې د ملي یووالي حکومت د روان سیاست، پخوانی ولسمشر دې ته اړ کړی دی، چې خپله لاره جلا کړي.

د ولسمشریزو د ورستیو ټاکنو په ورځو کې بغیر له یو نوماند نه، نورو ټولو کاندیدانو په خپله غوښتنه له ولسمشر کرزي سره په ځلونو، ځلونو لیدل کتل وکړل. په هغو ورځو کې ښاغلي غني په تکرار سره دا خبره پخواني ولسمشر کرزي ته کوله، چې که دی ولسمشر شي؛ «هر څه به په مشوره کوي».

پخواني ولسمشر کرزي، ښاغلي غني‌ ته په ځواب کې هغه وخت ځېني وړاندیزونه وکړل. په هغو وړاندیزونو کې محوري موضوعات د افغانستان د ملي حاکمیت، د ملي وحدت تقویت، د بهرني سیاست استقلال، له پاکستان سره د اړیکو او د ډیورنډ د کرښې نه منل وو.

ښاغلي کرزي په ډېر وضاحت او تفصیل سره ولسمشر غني ته وویل: که ته رییس جمهور شوې، د افغانستان د «ملي وحدت او ملي حاکمیت» څخه به په تمامه مانا ساتنه او دفاع کوې، د پاکستان سره به زموږ پر ملي حاکمیت او د «ډیورند»پر موضوع هیڅکله هم معامله نه کوې…

پر یادو مسایلو باندې دواړو په تفصیل او په جزئیاتو سره خبرې وکړې او پخواني ولسمشر کرزي د خپلو تجربو پر اساس چې په ډېرو هغو یې ښاغلی غني هم پوه و؛ د هېواد او سیمې د اوضاع او حالاتو تحلیل بیان کړ.

ښاغلي غني ظاهرا په ټولو مواردو کې موافق و او وعدې یې هم ورکولې، چې دی به دا او هغه کوي.

ولسمشریزې ماڼۍ ته په رسېدو سره، ښاغلي غني د خپلو پخوانیو څرګندونو پر خلاف، د پاکستان له نظامیانو سره د پټو او ښکاره توافقاتو او معاملو یوه سلسله پېل کړه، چې ولس ته یې پوښتنې، شکونه او مخالفتونه راپيدا کړل. د دې کار یوه روښانه بېلګه د کابل او اسلام اباد تر منځ د استخباراتي‌ همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکېدل دي.

پخواني ولسمشر، چین ته د خپل وروستي سفر څخه مخکې د (مې په ۱۹ مه) له ولسمشر غني سره د استخباراتی تفاهم لیک په اړه سپینې او جدي تلیفوني خبرې وکړې. حامد کرزي د ټلیفوني خبرو په جریان کې ولسمشر غني ته واضیح وویل، چې له پاکستان سره د استخباراتي همکاریو د دا ډول تفاهم لیک لاسلیکول «د دې خاورې سره غداري او خیانت دی.»

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د یاد تفاهم لیک څخه دفاع کوله، حامد کرزي دا پوښتل، چې‌ د دې سند پر اساس موږ له کومو «بېلتون غوښتونکو» سره په افغانستان او پاکستان کې مشترکه مبارزه کوو؟ دا روانه جګره په افغانستان کې د چا لخوا جګړه ده؟ څنګه د افغانستان دښمن (پاکستاني‌ نظامیان) دوست او د افغانستان دوست (هند) دښمن شو؟ ولسمشر غني د جنګ پر داخلي فکتور تأکید درلود، خو پخواني‌ ولسمشر د افغانستان د جګړې پر بهرنیو عواملو او څرنګوالي باندې ټینګار درلود.

ولسمشر غني ته چې یودم د ښاغلي‌ کرزي له ډېر سخت مخالفت او غبرګون سره مخامخ شوی و، دا سؤال پېدا و، چې کرزي ته د دې محرم سند کاپې څنګه رسېدلې ده، په همدې پار، ولسمشر غني د ملي امنیت د عمومي ریاست دوه مرستیالان له دندو ګوښه کړل، چې په دې کار او نويو ګومارنو سره، نوموړې اداره هم اوس سیاسي شوه او هم په کې د آی اس آی ريښو ته د غځېدا ښه زمینه برابره شوه.

د دې ټلیفوني خبرو نه روښانه وه او ده، چې د افغانستان اوسنی او پخوانی ولسمشر دواړه په هېواد کې د روانې جګړې پر څرنګوالي او عواملو باندې جدي اختلاف نظر لري. دا سخت مخالف نظرونه ښايي پخوا نه و څرګند او یا هم دا چې اوس زموږ د سترو « ستراتیژیکو متحدینو» غوښتنې او اهداف یو په بل پسې پر موږ باندې ښه عملي کېږي؟

د (مې په ۲۰مه) کله چې د پخواني ولسمشر دفتر غوښتل، چې د ملي امنیت او د آی اس آی ترمنځ د لاسلیک شوي‌ تفاهم لیک په مخالفت کې یوه خبرپاڼه خپره کړي، په کابل کې د امریکا سفارت چې د دې اعلامیې په اړه مخکې خبر شوی و؛ د نوموړې اعلامیې نشرېدل یې نه غوښتل او دا ډاډ یې ورکړ، چې «په تفاهم لیک کې تغییرات او اصلاحات راځي» نوموړې اعلامیه خپره شوه او په اعلامیه کې حامد کرزي د «دولت له مشرتابه» نه وغوښتل چې له پاکستان سره تفاهم نامه «ژر تر ژره باطله کړي»

د هېواد د دواړو مشرانو د دې ټلیفوني اړیکې وروسته او په اصل کې د پاکستان په مقابل کې د اوسني‌ حکومت د روان سیاست په دلیل، هغه څه چې باید نه وی شوی دا وو، چې پخوانی ولسمشر دې پایلې ته ورسېد، چې خپله لاره جلا کړي.

د افغانستان د ملي یووالی حکومت باید په ملی او سترو سیاستونو کې د ټول افغانستان، په خاصه توګه د هېواد د ټولو سیاسي رهبرانو پوره ملاتړ ولري.

د پاکستان د استخبارتي ادارې سره د همکاری د تفاهم لیک لاسلیکول د افغانستان د ملي یوالي حکومت سیاسي‌ ثبات له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی. د دې توافق په مخالفت کې ـ د هېواد په کچه ـ مخ په زیاتېدو فشارونو ارګ بلاخره دې ته مجبور ک،ړ چې د تفاهم لیک له لاسیکېدو څخه مطلقا انکار وکړي او په دې اړه د هېواد له سیاسي، جهادي مشرانو او پارلمان سره صلا او مشوره وکړي.

دا ټول زموږ افغانانو، په خاصه توګه د هېواد سیاسي رهبري، لپاره یو ښه درس دی. افغانستان د پردیو د سترو ګټو لپاره د جګړې او توطیو ډګر دی. افغانان د دې جګرې قربانیان دي. په داسې حالاتو کې د هېواد د سیاسي‌ رهبرانو استقلال او خپل تر منځ یووالی ډېر مهم دی. جمهور رئیس غنی باید د حامد کرزي ملاتړ بېرته تر لاسه کړي. د افغانستان د ملي یووالي د حکومت رهبري‌ باید په خپلو سترو سیاستونو او تګلارو کې جدي‌ دقت وکړي، مخکې له دې چې فرصتونه له لاسه ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام