
ارګ یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ولسمشر محمداشرف غني د ناټو سرمشریزې کې د ګډون او وینا په پار نن سهار د لوړپوړي پلاوي په مشري د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته تللی.
د ولسمشر غني مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ناټو مشرانو غونډې کې چې نن بروکسیل کې پیل شوه او تر راتلونکیو دوو ورځو پورې دوام کوي؛ ټاکل شوې پهکې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ او له تروریزم او جرمي اقتصادي شبکو سره په مبارزې بحث او خبرې وشي.
ولسمشر غني به د پنجشنبې په ورځ د افغناستان په استازیتوب د ناټو مشرانو غونډه کې وینا وکړي.

بروکسل کې د سلاموطندار راډیو خبریال وايي، ټاکل شوې د ناټو سرمشریزې غونډې کې افغانستان کې د دې تړون د حضور دوام، د بینالافغاني سولې په رسمیت پېژندلو، د افغانستان د سولې له بهیره د ملاتړ او تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان ته کال کې د ۴ میلیارد ډالرو ورکولو په اړه بحث او خبرې وشي.
همداراز د سلاموطندار راډیو خبریال وايي، د ناټو سازمان مشران به راتلونکیو دوو ورځو کې د داعش پر وړاندې په نړۍوال ايتلاف او دا چې افغانستان له داعش سره مبارزه کې څه مرسته کولی شي او کومو مرستو ته اړتیا لري؛ هم خبرې وکړي.
دې غونډې کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم ګډون کړی او ټاکل شوې د غونډې په ترڅ کې د دغه سازمان له استازیو او مشرانو سره لیدنه وکړي.





