
کابل کې يو شمېر سفارتونو او اروپايي اتحاديې په يوه اعلاميه کې د ملي مصالحې له شورا ملاتړ کړی دی. يادو بنسټونو د سولې په بينالافغاني خبرو کې د ښځو پر ګډون ټينګار کړی چې بايد ښځې د پام وړ ګډون ولري.
په کابل کې د اسټراليا، ډنمارک، ناروې، کاناډا، المان، هالنډ، سويډن او د انګلستان سفارتونو او د اروپايي اتحاديې دفتر په يوه ګډه اعلاميه کې چې نن پنجشنبه خپره شوه ويل شوي، د سولې په هر ډول خبرو کې بايد مېرمنې، مدني ټولنې او اقليت شامل وي.
په اعلاميه کې راغلي، افغان حکومت او طالبان بايد د سولې په هر ډول خبرو کې مېرمنو ته د ګډون ونډه ورکړل شي.
يادو سفارتونو همداراز له حکومت او طالبانو غوښتي چې د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي په ټاکلو کې د وړ او مستحقو مېرمنو په غوره کولو کې بايد ډېره هڅه وکړي.
يادو هېوادونو هيله څرګنده کړې چې د ملي مصالحې شورا دې ژر تر ژره د بينالافغاني د پيل نېټې په اړه اعلان وکړي.





