
کابل ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له لوري د سولې خبرو په اړه رالېږل شوي پلاوي مشر امین کریم سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د درې اونیو په ترڅ کې یې د سولې له عالي شورا سره دوه ځلې رسمي مذاکرات کړي دي.
کریم وايي، چې د يادې شورا سره د نظام په جوړښت، راتلونکي نظام، سیاسي جوړښت، د ټاکنو تر سره کول او د عدالت ټینګښت هوکړې ته رسېدلي دي او په دې برخه کې یو سند هم جوړ شوی دی.
د کریم په وینا، چې د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې په ځانکړي ډول د امریکا موقف نه په ډاګه کېدل د اندېښنې وړ دي او دغه مذاکرات له ستونزو سره مخ کولای شي.

کریم زیاته کړه، چې د تېرې پنجشنې (اپرېل ۷) په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ شوی دی او د دغو مذاکراتو په نتیجه کې یو سند شوی، چې دغه سند د دواړو لوریو تر مطالعې لاندی دی.
نوموړي دا هم وویل، چې د سولې په اړه درېيم پړاو خبرې اترې به هم ډېر ژر پېل شي.
و مو غوښتل په دې اړه د سولې له عالي شورا سره ټېلفوني اړیکه و نیسو، خو له ډېر هڅو سره سره بریالي نه شو.
دا په داسې حال کې ده، چې کریم څو ځلې اندېښنه ښودلې چې په دولت کې ځېنې مافیايي کړۍ په سوله کې ګټې نه لري او د دغې پروسې د سبوتاژ کولو هڅه کوي.





