
د افغانستان د سولې عالي شورا نن ورځ (یک شنبې) په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې سوله او اوربند ولسي بنسټ لري او د هېواد ۴ لسیزې کړکېچ او روان تاوتریخوالی یوازې او یوازې د سیاسي خبرواترو له لارې حل لري.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د اوربند موده دې وغځوي. ویې ویل، د ولسمشر لهخوا د اوربند مودې غځېدو اعلان هرکلی کوي او طالبان دې هم مثبت ځواب ورکړي.
ښاغلي کریم خلیلي وویل، د طالبانو په منځ کې د سولې هڅې پيدا شوې دي او هیله مند یو چې له طالبانو سره د سولې خبرېاترې پرمختګ وکړي.
خلیلي د موجوده حالت او اوربند رامنځته کېدو په اړه وویل، د سولې عالي شورا د طالبانو له مشرانو سره له دې مخکې د زمینې برابرولو په خاطر وېډیويي خبرېاترې هم کړي دي او دا له وخت مخکې ده چې په دې اړه ټول جزیات ووایو.

ښاغلي محمد کریم خلیلي په ټينګار سره وویل، موږ سوله غواړو نه د طالبانو تسلیمیدل او سوله هېڅکله د طالبانو تسلیمیدو په معنا نه دی.
په دې غونډه کې د سولې عالي شورا د دارلاالنشا رییس محمداکرم خپلواک وویل، د افغانستان سوله سیمهییز اړخونه لري او د افغانستان سولې په برخه کې هراړخیزې خبرېاترې شوې دي.
ښاغلي اکرم خپلواک وویل، د اوربند عملي کېدو وښودله چې حکومت او طالبان سولې ته ژمن دي او دا ټولو هغو اندېښنو ته ځواب و، چې ویل کېده افغان حکومت د سولې ظرفیت او اراده نهلري.
هغه په ټینګار سره وویل، دغهراز د طالبانو لهخوا د اوربند عملي کېدو هم وښودله چې دغه ډله نه یوازې سولې ته تعهد لري بلکې یو غږ، یوه اراده او نه وېش یې ښيي.
اکرام خپلواک وايي، د سولې عالي شورا ټولې ولایتي کمېټې په ولایتونو کې د طالبانو د نظامي کمېسیون له غړیو سره تماسونه نیولي دي او دا یوه مثبته تجربه وه.





