مشرانو جرګه: د وسله والو مخالفینو په اړه د ولسمشر له دریځه ملاتړ کوو

یو شمیر سناتورانو نن سه شنبه(اپرېل ۲۶ مه) د مشرانو جرګې پهعمومي غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني تېرې ورځې څرګندونو د ستایلو ترڅنګ وویل، چې دوی د افغان ولسمشر له هغو څرګندونو ملاتړ کوي، چې تېره ورځ د دولت مخالفو وسله والو په اړه يې د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې وکړلې.

دوی زیاته کړه، هغه کسان چې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو سره د بې ګناه افغانانو وينې تويې کړي او د دولت له خوا پرې د اعدام حکم شوی باید جزا ورکړل شي.

یاده دې وي، چې تېره ورځ دوشنبه(اپرېل ۲۵مه) ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا، کابینې، د سولې عالي شورا غړو او یو شمیر سیاستوالو ګډه غونډه کې، داعش، القاعده، د حقاني شبکه او یو شمیر طالبانو ته د دښمنانو خطاب وکړ.

ولسمشر غني وویل، چې د یو شمیر بندیانو اعدام په اړه د محکمې حکم هم په غوڅه توګه پلی کیږي.

سناتور ګل احمد اعظمي وویل، چې د ولسمشر څرګندونو د عملي کیدو په شرط به له هغه ملاټر وکړي.

دغه راز، غونډې ته سناتورې لیلما احمدي په جزا محکوم شویو کسانو ته ژر تر ژره د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

دې په ټينګار سره وویل، وروسته له ډیرو کلونو د هېواد دښمنان پيژندل شوي او د هغوی د محکمې حکم په تطبیق کې باید نور ځنډ و نه شي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، چې ۵۲۰ کسان محکمې د افغانانو د وینو تویولو په جرم په اعدام محکوم کړي، خو تر اوسه  دغه حکم نه دی تطبیق شوی.

مسلمیار وايي، ترهغو چې دغو کسانو ته جزا ور نه کړل شي او عدالت پلي نه شي په هیواد کې امنیت نه ټینګیږي.

په ورته وخت کې، د هلمند ولایت سلګونه اوسیدونکو هم په یوه پراخه غونډه کې د ولسمشر پرونیو څرګندونو ملاټر و کړ.

هلمندیانو وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د خلکو دښمنان وروسته له څو کلونو مشخص کړل، دوی د دغو کسانو د له منځه وړلو په موخه له هیڅ ډول قربانيو ډډه نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام