د ملاننګيالي له ماتې وروسته د ملااختر پلوی ملاصمد ۸۰ ملکي وګړي وژلي

 

د افغانستان له هرات ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي، چې د یاد ولایت په  شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو خپلمنځي جګړو له امله له ۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او یا يې سرونه پرې شوي دي.

د هرات ځينې قومي مشران او د دغه ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه، چې د ملاننګيالي او ملا صمد ترمنځ نښته وشوه او ملا ننګیالی په کې شکست وخوړ، نو د ملا صمد پلویانو د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کړي او له ۸۰ زیاتو وګړي يې په ډزو ویشتلي دي.

په همدې حال کې د هرات سیمه ییز چارواکي په یاد ولایت کې وسله وال طالبان د جنګي جنایت په کولو تورن کړ، چې دوی په شینډنډ ولسوالۍ کې ملکي خلک په ډزو وژلي دي.

په شینډنډ کې قومي مشر او د هرات ولایتي شورا پخواني غړي تور محمد ظریفي سلام وطندارته وویل، وروسته له هغه چې  په نښته کې د ملا صمد ډلي د طالب  قوماندان ملا ننګیالي پلویانو ته ماته ورکړه، مخ پټو وسله والو له تورو بیرغونو سره چې پروینا يې د ملاصمد پلویان دي د دې سیمي له ۸۰ زیات کسان چاندماري  او یا يې هم سرونه ترې پرې کړل.

د ظریفي پروینا، د طالبانو په دې خپل منځي نښته کې لسګونه کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او یاهم هرات ښار ته کډوالې شوي.

هغه وايي، چې د ځينو کورونو ته اور هم ورته شوی دی، په سړکونو کې ماینونه ښخ شوي او په بشپړه توګه جګړه ییز حالت په کې حاکم دی.

په همدې حال کې د هرات ولایت د عامه اړیکو مسول جیلاني فرهاد وایي، تراوسه په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې شمېر نه دی روښانه، خو د سراووښتي زیان مالومولو له پاره دې ولسوالۍ ته پلاوی استول شوی دی.

فرهاد زیاته کړې په شینډنډ ولسوالۍ کې د پنجشنبې ورځ د جنایتونو مخنیوي او له وسله والو طالبانو د سیمې پاکولو په موخه افغان امنیتي ځواکونو عملیات پيل کړي دي.

د نوموړي په وینا،  ګډو امنتي ځواکونو د عزم په نوم په شینډنډ ولسوالۍ کې عملیات پيل کړي دي، چې په دغو عملیاتو کې ۴۱ بهرني او کورني ترهګر وژل شوي، ۵۰ نور ټپيان دي او د هرات سیمه ییزه اداره په له پسې له زیانمنو ملکي وګړو سره پر بشري مرستو کې لګیا ده.

یاده دې وي، چې وسله والو طالبانو د ملامنصور په پلوي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملاننګیالي او ملا صمد پلویانو ترمنځ جګړې د تېرې اونۍ له دوشنبې راهیسې پیل او تېره شپه دواړو لورو ته د ۲۰۰  وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسیدې.

د یادونې ده وړه ده، چې ملاننګیالی د ملا رسول او ملاصمد د ملا اخترمحمد منصور پلوی دی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام