«۶۷ سلنه افغانان امارت نه مني»

د افغانستان د سټراتیژيکو څېړنو انسټیټیوت نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال «د جګړې د سیاسي حل او له جګړې وروسته د سیاسي نظم په اړه د افغان وګړو نظرونه» تر نامه لاندې خپله تازه څېړنه خپره کړه.

په دغه نظرپوښتنه کې چې د ټول هېواد په کچه ترسره شوې، ویل شوي چې د هېواد نږدې ۷۰ سلنه وګړي د طالباني حکومت یا امارت مخالف دي.

يادې څېړنې ښودلې چې ډېری ځواب ورکوونکيو حکومت د امنیت په ټینګولو کې ناکام بللی خو له ۲۰۰۱ کال را وروسته د هېواد نوی سیاسي نظام یې د طالبانو د امارت په پرتله غوره بللی دی.

د دې څېړنې په بله برخه کې راغلي چې ۸۷ سلنه ځواب ورکوونکي په دې اند دي چې حکومت باید د افغان وګړو ټولنیز او فرهنګي تنوع او د حقونو برابري له قومي، ژبنیو، سیاسي او جنسیتي تړاوونو پرته په رسمیت وپېژني.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي هم د دغه راپور د خپرولو په غونډه کې وويل چې افغانان په هېڅ حالت کې ټوپک ته نه تسلیمېږي او نه غواړي له منځه لاړ شي.

 نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو ایډیالوژي د ټاکنو مخالفه ده او دغه ډله د خلکو لخوا مشروعیت نه مني.

رحیمي وویل، د افغانستان ټول خلک اوربند غواړي او له همدې کبله افغان حکومت او خلکو لپاره د تاوتریخوالي کمول هېڅ مانا نه لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر دغه راز وویل چې د افغان دولت مذاکراتي ټیم باید تخنیکي او د غړیو شمېر یې هم محدود وي او نوموړي په دغه ټیم کې د ښځو پر شمولیت هم ټینګار وکړ.

د افغانستان د سټراتیژیکو څېړنو انسټیټیوت له خوا دغه ترسره شوې څېړنه کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو له ۱۵۰۰ کسانو سره مرکې شوې دي.

په دې څېړنه کې ۵۵.۰۷ سلنه نارینه او ۴۴.۳۹ سلنه ښځې پوښتل شوې دي.

دغه څېړنه په داسې حال کې خپرېږي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې امریکا او طالبان د سولې خبرو ته سره ناست دي، خو لایې هېڅ ډول پایلې نه دي په ډاګه شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام