
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملامنصور ډلې پلوی ملاصمد او د طالبانو بلې ډلې ملا رسول ملاتړی ملا ننګیالي پلویانو ترمنځ د نښتو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت د رسنیو د دفتر مسوول جیلاني فرهاد سلام وطندار ته وویل، چې دغه نښته تېره ورځ دوشنبه (مارچ ۷مه) پېل شوې، چې تر اوسه دوام لري.
د ملامنصور ډله د طالبانو له ډلې یوه نوې جلا شوې ډله ده، چې د ملااختر محمد منصور پر خلاف جنګيږي او هغه د پاکستان څخه په افغانستان کې د جنګ پر امر اخیستلو تورنوي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ ویاندعبدالرووف احمدي وايي، جګړه هغه مهال پېل شوه، چې د سړک غاړې ماین د ملا منصور پر پلویانو وچاودید.
احمدي زیاتوي، چې د دواړو غاړو د جګړې شاوخوا يې امنيتي تدابیر نيولي دي.

د هېواد په لویدیځ کې د ملي اردو د لومړۍ لوا د ارکان رییس اختر محمد همدم وايي، چې دغه دوه ډلې په خپلو منځو کې د غودال، کریمه خانه، قلعه کنجک او پرمکان شاوخوا سیمو کې سره په جګړه بوخت دي.
همدم زیاتوي، چې د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو څخه نور جنګیالي هم ورغلي دي.
د هغه په وینا د دواړو غاړو څخه تر اوسه ۲۰۰ تنه د جګړې ډګر ته حاضر شوي دي او په وینا يې دغه جنګ کېدی شي ګاونډيو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.
هغه وايي، چې امنيتي ځواکونه د دوی جنګ ته سیل کوي او په همدې حال کې د شینډنډ وضعیت ته هم جدي پاملرنه شوې ده، ترڅو دغه ډلې و نه شي کړای، چې د دغې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي.
د ویلو ده، چې د طالبانو خپلمنځي جګړو دا لومړی راپور نه دی، چې د رسنیو له لارې خپريږي.
له دې وړاندې هم د دوی ترمنځ څو څو ځلې جګړې شوي او خورا زیات وسله وال طالبان د دواړو له لوريو وژل شوي او يا هم ټپیان شوي دي.





