
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکو نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، کوم کسان چې وسلهوالو فعالیتونو کې لاس لري؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو له لومړني نوملړه به وايستل شي.
د ټاکنو قانون د ۴۴مې مادې دویمې فقرې پر اساس، کوم کسان چې د ناقانونه وسلهوالو ډلو غړیتوب لري؛ د ټاکنیزو څوکیو لهپاره د نوماندۍ حق نهلري.
د ټاکنو قانو پر بنسټ، په نامسولو وسلهوالو ډولو کې د کسانو غړیتوب به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر مشرۍ لاندې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست او سیمهییزو ارګانونو خپلواک ریاست ګډ کمېسیون له لوري وڅېړل شي.
د «ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون» او «نامسولو وسلهوالو ډلو کې د کسانو غړیتوب څېړلو کمېسیون» مشر عبدالعزیز اریايي وايي، دغه کمېسیون وسلهوالو ډلو کې د کسانو غړیتوب څېړلو تګلاره چمتو کړې او پراساس به یې هغه کسان چې د ناامنیو پراختیا، پلان شویو جرمونو، د مخدره توکیو قاچاق، د عامه شتمنیو او ځمکو غصب او د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو کې لاس ولري؛ له نوملړه ایستل کېږي.

سره لهدې چې عبدالعزیز اریايي د هېڅ شخص یا وسلهوال قوماندان نوم وانهاخېست؛ خو ظاهره اشاره یې د ولسي جرګې ځېنو اوسنیو غړیو ته هم وه.
د افغناستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي مشر یوسف رشید وايي، افغانستان کې د جعلي سندونو جوړول ستونزمن کار نهدی او تجربو ښودلې، کومو کسانو چې په ښکاره توګه په وسلهوالو فعالیتونو کې لاس لرلی؛ د حکومتي بنسټونو له لوري یې د «وسلهوال فعالیت نهلرلو» اسناد ترلاسه کړيدي.
د یوسف رشید په وینا، په ټاکنو د څار بنسټونو له څارنې پرته د کسانو په اړه پرېکړه نیول، خپله یوه ستره ننګونه ده.
همداراز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر نننۍ غونډې ته وویل، د حکومت له لوري د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا رییس او د ولایتي کمېشنرانو نه معرفي کېدو ته په پام، دغه بنسټ د لومړني نوملړ اعلان په اړه شکایتونو او اعتراضونو ته د رسېدو لهپاره بشپړ چمتووالی لري.





