
افغان ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې جرګې په خېمې کې د سولې مشورتي لویې جرګې پرانېسته وکړه.
ولسمشر د دې جرګې په پرانېستې کې وویل چې افغانستان کې جرګه ځانګړی اهمیت لري چې د داخلي سیاسي موضوعاتو ترڅنګ یې د سولې او جنګ په برخه کې اړین رول لرلی دی.
ښاغلی غني زیاته کړه چې لویې جرګې زموږ په ټولنه کې بنسټز ارزښت لرلی او له ټولو هېوادوالو او سیاستوالو یې وغوښتل چې لویو ګټو ته په کوچنیو هغو لومړیتوب ورکړي.
ولسمشر دا هم وویل چې له نویو بدلونونو سره د جرګې څېره هم بدله شوې ده او نن پهدې جرګې کې ځوان رهبران حضور لري او ښځې د ۳۰ سلنه ګډون سره جرګه ښکلې کړېده.
هغه زیاتوي، مشوره یوازینۍ لاره ده چې حکومتونو ته سم مسیر ټاکي او د جرګې ګډونوالو ته یې په خطاب سره وویل چې تاسو نن د همدې لهپاره راټول شوي یئ چې حکومت ته په هېواد کې د تلپاتې سولې لهپاره مشورې ورکړئ.
د ښاغلي غني په خبره، د دې جرګې تر ټولو کوچنۍ لاسته راوړنه دا ده چې له ټول افغانستانه په کې ګډونوال له یو بل سره اشنا کېږي او دا د حکومت د لهپاره ډېره مهمه ده.
د ده په خبره، د سولې مشورتي لویه جرګه به له طالبانو سره د خبرو اترو چهاچوب مشخص کړي او کهچېرې په هېواد کې سوله ټینګه شي؛ بهرنیو مرستو ته اړتیا نهلرو.
هغه همداراز وویل چې دی د سولې مشورتي لویې جرګې نه د کمپاین په ډول کار نهاخلي. د هغه په خبره، د افغانستان د راتلونکي مسیر به پهدې جرګه کې د یو قرن لهپاره مشخص شي نه د ۶میاشتو لهپاره.
ښاغلی غني زیاتوي چې مشورتي لویه جرګه د ټولو خلکو پژواک دی او د خلکو له مشورې پرته هر ډول اقدام خام کار دی.

د ده په وینا، سوله د ملي یووالي حکومت لومړیتوب دی او د ملي یووالي په وروستیو دوو کالو کې سوله په یو ملي بحث بدل شویدی.
هغه زیاتوي چې د سولې لهپاره یې ګاونډي هېواد پاکستان ته مراجعه کړې او د دې هېواد له چارواکیو یې غوښتي چې د تقابل د قضا پر ځای دې د همکارۍ فضا رامنځته کړي.
ولسمشر غني وویل، افغان حکومت په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د سولې لهپاره ټول نړۍوال شرایط چمتو کړي دي، ټولې بهانې او خنډونه لهمنځه تللي او د افغانستان د جنګ په اړه مو د اسلامي نړۍ نظر بدل کړی دی.
ښاغلي غني وویل، د دې جګړې لهپاره ملي اجماع، منطقوي او نړۍواله اجماع جوړه کړه او مذهبي اجماع رامځته شوه چې د دې جګړې لهپاره هېڅ دیني جواز نهشي پیدا کېدلی.
ده په ورته وخت کې طالبانو ته پر اسلاميت او افغانيت چيلينج ورکړ، که رښتیا بهرنی لاس نهوي؛ د جګړې لهپاره دې دليل وړاندې کړي.
افغان ولسمشر په ورته وخت کې په ټینګار سره وویل چې افغانان موقتي او بېباوره سوله نهغواړي؛ بلکې داسې سوله غواړي چې د هر ډول احتياج او فساد نه مو وساتي.
د ده جرګې په ګډونوالو غږ وکړ چې د خپل زړه خبره وکړئ او په زغرده یې وکړئ او زموږ شرطونه به ستاسو شرطونه وي او ترڅنګ یې هڅه وکړي چې خپلې کرکې او بغض ختم کړئ.
ده دا هم وویل چې د خپلو خبرو د لنډولو فکر مه کوئ اواماده دی چې ستاسو اوږدې خبرې واوري چې بیا د همغو خبرو په اساس د خپل حکومت نبض عیار کړي.
پخوانی جهادي قوماندان او سیاستوال عبدالرب رسول سیاف د ولسمشرغني له لوري د مشورتي لویې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلي سیاف د خبرو پرمهال وویل، په قران کې غوښتل شوې چې روغه جوړه وکړئ او د سولې لاره خپله کړئ.
د ده په خبره، که څوک غواړي او که نه یې غواړي، سوله به حتمي راځي.
ده له طالبان هم هیله وښوده چې په مشورتي لویې جرګې کې د راټولو شویو استازیو د سولې په پار جګېدونکي غږ هرکلی باید وشي.
د سولې مشورتي لویه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخېستلو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوېده.
پهدې جرګې کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو ۳۲۰۰ تنو ګډون کړیدی.
د دغو ګډونوالو ۳۰ سلنه ښځې دي.
ټاکل شوې په راتلونکو څلورو ورځو کې د جرګې ګډونوالو په لسګونه کاري کمېټو کې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغانستان حکومت ته مشوره ورکړي.
د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ۱۲ ولسمشریزو نوماندانو په ګډون ځینو سیاسي څېرو دغه جرګه تحریم کړه.
طالبانو هم دغه جرګه غیر مشروع بللې ده.
ورته مطالب:





