طالبانو د جهادي مشرانو د وړاندیز هرکلی وکړ

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دا ډله د اوسني جنګ د اقداماتو په اړه د جهادي مشرانو د خبرو هرکلی کوي.

د هرات پخواني والي او جهادي مشر محمداسماعیل خان څو ورځې مخکې له طالبانو غوښتي وو، که طالبان له حکومت سره د سولې په تړاو غبرګون نه ښيي؛ له جهادي مشرانو سره دې خبرې اترې وکړي.

طالب ویاند ویلي چې دوی د جهادي رهبرانو احترام کوي او له هغوی غوښتنه کوي چې د جهاد پرمهال د خلکو په خوا کې پاتې شي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، اوس چې جهادي رهبر ښاغلي اسماعیل خان له طالبانو غوښتنه کړې چې د تفاهم او خبرو اترو په تړاو دې له جهادي رهبرانو سره خبرې وکړي؛ هغه کسان چې د اوسني جنګ پای غواړي د دې ډلې سیاسي دفتر ته دې مراجعه وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم سلام‌وطندار ته وايي، دغه شورا له هر هغه ګامه چې هېواد کې د جګړې او ناامنیو پای ته رسېدو سره مرسته وکړي، هرکلی کوي. نوموړی ټینګار کوي دغه شورا چمتو ده، له شرط پرته د طالبانو ډلې سره خبرې وکړي.

طالبان وروسته له هغې د اسماعیل خان څرګندونو او سولې ټینګښت په اړه غبرګون او شین څراغ ښيي چې د کابل بهیر دویمې غونډه کې افغان حکومت دغې ډلې ته د سولې وړاندیز مطرح کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام