ناټو له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن «د حمل ۲۶مه، سه شنبه» د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې یو ورځ وړاندې په يوه خبري ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي او افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

سټولټنبرګ وویل چې طالبان دې خپلو بریدونو کې کمښت راولي او په ټوله معنا امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، ځکه د تاوتریخوالي کمېدل یوازینۍ لار ده چې افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې پېلامه ګرځېدای شي.

سټولټنبرګ یو ځل بیا له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسې کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، سره له دې چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي، خو طالبانو برعکس، د دې شورا په ټکو، د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل رسنيو ته په یوه لنډ لېږل شوي ویډیویي پیغام کې ویلي، طالبانو ته په‌کار ده چې افغان وژنه بنده کړي، پر دایمي او سرتاسري اوربند هوکړه وکړي او له افغانانو سره سوله وکړي.

امنيت شورا دوه ورځې وړاندې ويلي وو چې طالبانو په تېرو ۷ ورځو کې په ۹ ولايتونو کې شاوخوا ۳۰ مليکان وژلي او ۲ يې ټپيان کړي دي.

دې وړاندې ښاغلي فیصل ویلي وو چې په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو زندانیان نه دي خوشي شوي، خو زیاته کړې یې وه چې د بندیانو د خلاصون چاره به روانه وي. طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام