د پاکستان د بهرنیو چارو چارو وزارت پاکستان ته د اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی او پاکستان ته د داعش خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقي ورسپارلو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان  د بهرنيو چارو وزارت وايي چې پاکستان غواړي له اسلم فاروقي په افغانستان کې «د پاکستان ضد فعاليتونو» په اړه له هغه څېړنې وکړي.

د افغانستان ملي امنیت د حمل په ۱۶مه په یوه اعلاميه کې وویل چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي یې له نورو ۱۹ مهمو جنګیالیو سره په کندهار کې نیولی دی.

خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: ((اسلم فاروقي له افغانستانه د پاکستان ضد فعالیتونو کې دخیل و او باید د نورو تحقیقاتو لپاره پاکستان ته وسپارل شي.))

اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان او پاکستان باید د ټاکل شوي میکانیزمونو په ګډون د تروریزم پرضد فعالیتونو کې ګډ کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام