ولسمشر: له ټولو افغانانو باید د جګړې د بیې په اړه واورېدل شي

د جهاد د بریا اووه‌ویشتمه کالیزه نن د ولسمشر غني، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د کابینې او ملي شورا غړیو او یو شمېر نورو لوړپوړیو چارواکیو په ګډون په ارګ کې ونمانځل شوه.

ولسمشر محمداشرف غني په یاده غونډه کې وویل چې سوله په یوه ورځ نه راځي، خو حکومت یې لپاره لار هواره کړې، یوې ټولیزې مشورې ته او دې ته اړتیا ده چې له ټولو افغانانو نه د جګړې د بیې پوښتنه وشي.

د ولسمشر په وینا، که پر یوې واحدې تګلارې، ټاکنو، د خلکو ارادې او پر یوه ځواکمن دولت اجماع نه وي، تل به له ستونزو سره مخ یو.

ولسمشر غني زیاتوي، افغانانو چې په تېرو جګړو کې هره تېروتنه کړې وي، منلې یې دي او باید دا تېروتنې نورې هېرې کړي.

محمداشرف غني وايي، د افغانستان دولت اسلامي جمهوري دی، «له اسلامي جمهوري پرته بل هېڅ سیاسي فکر زموږ په قاموس کې نه‌شته. زموږ ځواک، زموږ په یووالي او اسلامي عقیده دی.»

په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله وايي، افغانان د یوې باعزته او هغې سولې چې د ټولو افغانانو حقونه په‌کې خوندي شي، ملاتړ کوي او نور نه غواړي چې بېرته شا ته وګرځي.

اړوند مطالب:

پر بین‌الافغاني خبرو د ولسمشر او خلیلزاد ټینګار

د کابل ولسي جرګې نوماندان هم په جرګې کې د ګډون غوښتنه کوي

جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم په هېواد کې د سولې پر راتلو ټینګار کوي او له خلکو غواړي چې لپاره یې را پورته شي او په ګډه دا پروسه پر مخ یوسي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش وايي چې د سولې لویې مشورتي جرګې د جوړولو ته باید د شک او ډار په سترګه و نه کتل شي.

دانش وايي، د یادې جرګې غړي به په بشپړې خپلواکۍ د سولې اړوند بېلابېلو برخو په اړه خپل نظر څرګند کړي او د سولې د راتلونکیو ګامونو لپاره به حکومت ته ښه لارښوونه وکړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیا هم په یاده غونډه کې وویل چې شوروي په نامسوولانه توګه له افغانستانه په وتلو کې تېروتی و او اوس چین او روسیه هم له افغانستانه د امریکا د نامسوولانه وتلو په اړه اندېښمن دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام