عبدالله: ماته ولسمشر غني په ۳ میاشتو کې هم د مخامخ خبرو فرصت نه دی راکړی

د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو د ورځې په موخه جوړې شوې غونډې د حکومت پر کړنو په ځانګړي ډول پر ولسمشر محمد اشرف غني توندې نيوکې وکړې.

نوموړي پر ولسمشر تور پورې کړ، چې ده ته يې په درېيو میاشتو کې د ځينو مسایلو په اړه د مخامخ خبرو کولو فرصت نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه: " محترم ولسمشره! تاسو په ۳ میاشتو کې وخت نه دی پېدا کړی، چې له خپل اجرایوي مشر سره وګورئ، پس ستاسو وخت پر څه تېريږي".

نوموړي دا هم وویل، چې څوک د بحث او خبرو کولو حوصله نه لري، نو د ولسمشرۍ لیاقت هم نه لري.

هغه زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به د ملي وحدت حکومت د ستونزو په اړه ځينې خبرې ولري.

اجرایوي مشر وویل، چې دی په داسې ساده ګۍ اجرایوي ریاست چوکۍ ته نه دی رسيدلی او نه به يې په داسې اسانۍ پريږدي.

هغه په جدیت سره وویل، چې هیڅکله به هم خپل ځای بل چاته خالي نه کړي.

نوموړي د افغانستان ولسي جرګې ټاکنو ته په اشارې سره وویل، د ټولو افغانانو هیله دا وه، چې ټاکنې باید په خپل وخت کې ترسره شي.

عبدالله دا هم وویل، چې د ملي وحدت حکومت د چا بخښنه یا خیرات نه دی، بلکې د لویو قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی.

دی وايي، چې تل يې د اصولي موضوعاتو پر سر ټينګار کړی.

ډاکټر عبدالله ځوانانو ته په دغه غونډه کې زیاته کړه، داسې اشخاص هم د افغانستان د ټولو اداري اصلاحاتو د مسوول په توګه ټاکل کيږي، چې خپله يې څلور ورځې په ادارې برخو کې کار نه دی کړی.

هغه ټينګار وکړ، چې دوی به په دغه برخه حتمي نظر  او اعتراض ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې احمد نادر نادري د ولسمشر له خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د رییس په توګه وګومارل شو.

اجرایوي مشر دا هم وویل، چې که له پېل راهیسې هر څه د ملي وحدت حکومت د هوکړې سره سم پرمخ تلل، نو اوس به داسې ستونزې نه پېدا کېدې.

هغه زیاته کړه، چې په یو ولایت کې ښاروال ټاکل شوی، چې دوی ترې ۴۰۰ زره رايې ترلاسه کړي دي، خو په ټاکلو کې يې هیڅ اطلاع نه دی حاصل کړی.

د حکومت اجرایوي مشر وویل، چې باید ددغه حکومت د اساس او تشکیل په اړه دویم ځلي خبرې وشي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې لوی او عمومي مجالس يې تحریم کړی او تر هغه به په دغو مجلسونو کې ګډون نه کوي، چې اساسي مسایلو پر سر یوې نتیجې ته و نه رسیږي.

د ډاکټر عبدالله پر وینا، اوسمهال یو وزیر حتا د یو سرپرست د ټاکلو حق نه لري.

هغه زیاته کړه، چې همدا اوس حکومت فلج دی او هیڅکله به هم د هغو ارمانونو څخه په شا نه شي، چې خلک ورته رسیدل غواړي.

د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د حبیب الله کلکاني په اړه وویل، چې د هغه کفن او دفن د خلکو مشروع غوښتنه ده.

د ویلو ده، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د تورونو او نیوکو په اړه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام