
اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې وویل چې امنیتي او دفاعي مسوولان باید خپلې دندې او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي چې ټاکنې په ارام چاپېریال کې وشي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، هېڅ داسې ملاحظه نهشته چې د حکومت کار له خنډ سره مخ کړي او ټاکنې وځنډوي.
ده وویل، خلک به خپلې رایې وکاروي او حکومت ژمن دی چې د نظام دفاع وکړي او ټاکنې وشي.
دا داسې مهال دی چې ولسي جرګې ته د نوماندانو له وروستي نوملړه د ځېنو ایستل شویو کسانو پلویانو شاوخوا ۸ ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محلي دفترونه د اعتراض په توګه تړلي؛ خو حکومت ویلي چې یاد دفترونه به ژر تر ژره پرانيزي.
داسې اندېښنې هم شته چې د دغو او ځېنو نورو لاملونو له امله ښایې د ولسي جرګې ټاکنې پهخپل وخت ونهشي؛ خو اجرایوي رییس ډاډ ورکوي چې ټاکنې به کېږي.





