کابل کې يوه امريکايي سرچينه: امریکا او طالبان د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړې ته نږدې شوي

په کابل کې د امريکا سفارت يوه سرچينه وايي،  امریکا له طالبان سره د تاوتريخوالي په کمولو هوکړې ته  نږدې شوې چې حس کېږي او تلپاتې وي.

دې سرچينې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دا چې طالبانو اوربند ته غاړه نه کېښوده نو له دې کبله د تاوتريخوالي د کمولو موضوع مطرح شوه.

د يادې سرچينې په وينا، د امريکا لومړیتوب دا دی چې تاوتريخوالی کم شي ترڅو بين‌الافغاني خبرو ته ګټور تمام شي او همداراز دايمي اوربند ته لار هواره شي.

دی وايي، طالبانو چې کوم وړانديز دوحې له ځانه سره راوړی و، داسې موارد په کې وو چې امريکا يې هېڅ تمه نه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو  اوزبکستان کې د (C۵+۱) ناسته کې ويلي چې طالبان مخکې له دې چې د سولې هوکړه لاسليک کړي، بايد د تاوتريخوالي د کمولو لپاره ښکاره نښې وښيي.

مایک پامپیو ويلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه نږدې ده او ډېر ژر به يې لاسليک کړي. نوموړي زياته کړې چې دواړه لوري مخکې هم ډېر نږدې شوي وو خو دا چې طالبانو خپل جديت ونه شو ساتلی نو هوکړه لاسليک نه شوه.

که څه هم له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی خو په کابل کې د امریکا سفارت د خلیلزاد له قوله ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او له طالبانو سره د یوې هوکړي په اړه د امریکا هڅې به د افغانانو ترمنځ خبرو او په دغه هیواد کې د ثبات ټېنګېدو ته زمینه برابره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام